شعـــــرونه

مسکا په شونډو نه راځې _ غزل

فتحان حنفي

ښه ډیره موده وشوه چې مسکا په شونډو نه راځې
ژړا ده پرې خوره خو هیڅ خندا په شونډو نه راځې

دردونه تکلیفونه دي پترې یې وچ نیولې دي
سپیرې سپیرې ځلیږې او ښکلا په شونډو نه راځې

آهو کې زبون وهلې دي کرار کرار سلګۍ وهې
اوس هیڅ پرې د خندا هغه ادا په شونډو نه راځې

اویښتې تکي توري دي او ښکارې غم ځپلې دي
ها سره غوړه سرخي هغه ځلا په شونډو نه راځې

زما شونډي یې زورولې دي ځکه پرې مسکا نشته
هيڅ کله مې دې خلګو ته دعا په شونډو نه راځې

امید ورته ځلیږې ځکه لیږ لیږ مطمئنې دي
تر دې دم د مسکا یوه سدا په شونډو نه راځې

مظلومې شونډې شکر سباؤن وینې په ستورو کې
که څه هم نن فتحانه لمر رڼا په شونډو نه راځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x