شعـــــرونه

مظلوم ـ نظم

مسرور درمل

نن یو مظلوم راته قیصه کوله
وې یې بندي یم په زندان کي پروت یم
ته راته ډېري دعا ګانې کوه!
د خلاصېدلو په آرمان کي پروت یم
ما وې زندان کي دي څو عمر تېر شو؟
ماوې څو عمر دي لا قید پاتي دی؟
ماوې ډېر ژر دي آزادي نصیب شه!
ماوې تورتم نه دي رب ژر راباسه!
وې یې څلور کاله مي دلته تېر شول
له مدرسې او استادانو ورک شوم
چې شي رایادې هغه تېرې شېبې
هغه مسجد او مدرسه یادوم
زړه مي ټوپونه کړي کوګل کي شروع
سترګې مي اوښکې غواړي اوښکې نشته
سپینو اطرافو ته یې وینې راشي

هغه زما نیمکی ویلی کتاب
راته له هر چانه ډېر ډېر یادیږي
د خلاصېدو مي یې آرمان زیات دی
نور ارمانونه مي بې شمېر یادیږي

ما یې خبرو کي قیصه پیدا کړه
ته ای کتونکیه! داقیصه ولوله
وایي دا زما دعقیدې دښمنان
تل مې زندان کي په ډبرو ولي
زندان خو نه دی خو سور اور بلېږي
وچ پکې خلاص دي ټول لانده سوځېږي
د وحشتونو ستمونو ځای دی
دلته قرآن دلته انسان نشته دی
دلته ظلمونه په هر چا روان دي
دلته ظالم څخه پرسان نشته دی
دلته تور خلاص دي دلته سپین بندیان دي
دلته د رحم یو باران نشته دی
کتونکیه! اوس نو ته درمل ته غوږشه
درمل له چانه یوه پوښتنه لري

باچا! دا ملک دي ولي ځان ته مال کړ؟
باچا! ظالم ته اجازه دي ورکړه
هغه ظالم چې تاهم ښه پېژندو
نه مو وطن نه مو اسلام ته خیر دی
دلته نارې دبشر دوست وهي خو
نه مو ملت او نه مو قام ته خیر دی
نه د بشر نه د وطن غمخوار دی
نه مو لمانځه نه مو قیام ته خیر دی
باچا! که ته د قرآن غم لرې نو
دانه قرآن او نه امام ته خیر دی
مسجد به وران کړي کلیسا جوړوي
نه مو د دین خواږه نظام ته خیر دی
باچا! دانن چې په زندان کي شپه ده
دا د دې ستا د مېلمانه برکت
دا د ولس وینې زندان کي څښيِ
پرېږدي به نه زموږ په شمله برکت
باچا! تا ملک ته تباهي راوړله
نه دي غیرت پرېښودو نه برکت
باچا! دا ملک دي ولي ځان ته مال کړ؟
باچا! ظالم ته اجازه دي ورکړه
چا چې همدا ظالم کړ بېرته په شا
تا خو نه لمونځ نه جنازه دي ورکړه

دا دمسرور دزړه خبره په خوله
اوس نو دهرچا ورته لاس خلاص دی
فکر مي نه نه مي قلم اشغال دی
مه دغه وایئ نه بکواس خلاص دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x