نظــر

د ډاکتر نجیب د مسکا او مسکو تر منځ تړاو!

د ډاکتر نجیب ورور صدیق الله راهي په خپل کتاب ( آیا نجیب را می شناسید ؟ ) کې داسې لیکي: ( زمریالی خواهر زاده ام حكايت می کرد : ” زمانیکه فتانه خانم نجیب به شوروی رفت حامله نبود زیرا قبل از رفتن مورد انواع معاینات طبی قرار گرفت و اگر شکم دار میبود داکتران معالج برایش اجازه سفر نمیدادند. بعد از چند ماه اقامت در شوروی وی به کابل بازگشت. گل مامایم (نجیب) متوجه شد که خانمش حامله دار عودت کرده چند روز با فتانه دعوا داشت ولی بعد از مدتی فراموش کرد.

وقتی که طفلش تولد شد دید که دختری با چشمان آبی و موهای طلایی بدنیا آمده با خنده و تبسم گفت فرقی نمی کند ثمره دوستی افغان شوروی است ما حاضر هستیم تمام زندگی خود را قربان این دوستی نمائیم . نجیب این حرامزاده چشم آبی را در بغل گرفت و اسمش را (مسکا) گذاشت. مسکا هم مسکو شده میتواند که قبله نجیب است و هم در پشتو معنی لبخند را دارد . دوستی افغان شوروی به رخ نجیب واقعا لبخند زد و او را به مقام جدید رهبری حزبی و دولتی کشاند. پدر مسکا یکی از مشاورین شوروی است که با فتانه یکجا به بحیره سیاه رفته بود. این است افتخار بزرگ رهبر مصالحه ملی که مسکا را بحیث مدال ثمره دوستی افغان شوروی بر سبیل افتخار به سینه خود زده است!  وای بر حال ملتیکه چنین رهبری دارد که بر نوامیس ملی پابند است ونه به بر ناموس خویش.” ( آیا نجیب را می شناسید؟ ) آخری صفحه: 37.

 د یادوني ده چي دغه کتاب ( آیا نجیب را می شناسید ؟ ) د ډاکتر نجیب خپل سکني ورور صدیق الله راهي په ۳۷پاڼو کې لیکلی دی،  صدیق الله راهي له نجیب او شاپور سره مخالف و، په دغه وړوکي کتاب کې صدیق الله راهي له وړکتوب نه د ډاکتر نجیب اصلي څېره را بربنډه کړې ده، او هم یې د شاپور له حقیقت نه پرده پورته کړې، نوموړی کتاب په نېټ کې په دغه آدرس کتل کېدای شي، په دري ژبه او دلاس په خط په pdf فایل کې دی.  http://khorasanzameen.net/php/read.php?id=1547

په رښتیا هم په لومړي ځل چې کله د مسکا نوم له انځور سره رسنیو ته راووت، زه یې په لیدو حیران شوم! رنګ یې سور! ويښتان یې سره! شنې سترګې! ما ویل دا خو بل ماډل ده! بیا هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف را په یاد شو، چې یو کس د خپلې مېرمنې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم شکایت وکړ، چې داسې بچی یې زیږولی چې ده ته نه دی ورته! مطلب یې دا و چې ګواکي په ښځه یې بدګومانه دی! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې اوښان لرې؟ ده ویل هو! وايي اوښانې دې څه ډول بچیان راوړي؟ وايي رنګارنګ! ځينې یو رنګ ځينې بل رنګ! مطلب یې دا و چې د اوښانو ټول بچیان اوښانو ته نه وي ورته! رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ترې وکړه چې دا نو ولې؟ ده ویل چې کېدای شي کوم لیرې رګ پکې وي! یعني په نیکونو او پلرونو کې به یې دا ډول رنګ تېر شوی وي! رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل چې کېدای شي ستا مېرمنې چې کوم بچی زیږولی هغه هم کوم لیرې پلار او نیکه ته ورته وي! په دې سره هغه کس غلی شو!

ما همدې حدیث شریف ته په کتو سره ځان ته په دې قناعت ور کړ چې کېدای شي کوم لیرې پلار او نیکه به يې دا ډول وي، ما ویل سړیه څه دخلکو ګناوې په غاړه اخلې او ځان ګنهګاروې، بد ګوماني ښه کار نه دی! مګر زړه مې نه منله! څو ورځې مخکې مې پورتنۍ څو کرښې تر سترګو شوې او هغه هم د ډاکتر نجیب د ورور صدیق الله راهي له خولې چې هغه د خپل خوریي له خولې نکل کوي! نو هغه شک مې بیرته د یقین لوري ته ور لنډ شو! ځکه که دا خبره داسې چا چې له ډاکتر نجیب سره یې کورنۍ اړیکې نه لرلی کړې وای کېدای شوای ډېرو به د شک په سترګه ورته کتل! خو دا چې د ډاکتر نجیب ورور خپله وریره،  او خوریی یې خپله د ماما لور مسکا د مسکو تحفه ثابتوي! په دې کې بیا د شک ځای ډېر لږ دی!

یو بل هغه څه  چې دا خبره تاییدوي هغه د مسکا کړه او وړه دي! په دې ټول افغانان سره یوه خوله دي چې په افغاني کلتور په ځانګړي ډول پښتنو کې د ښځې آبرو، عزت او کرامت په پړوني کې دی! هغه ښځه چې پړونی وغورځوي د افغانانو او پښتنو په وړاندې بې آبرو، بې حیثیته، بې حیا او د خپل کلتور او دود بې لارې دښمنه ګڼل کېږي! خو دا چې یوازې د پړوني په غورځولو بسنه ونه کړي او کمیس هم ور سره وباسي، مټې او سینې را لوڅې کړي دا نو بیا د افغانانو په هېڅ دود اوکلتور کې نشته! د صدیق راهي له ګواهۍ داسې ښکاري چې مسکا په اصل کې مسکا مسکو ده، نه مسکا نجیب! نه یې بڼه د افغانې ده او نه یې کړه وړه! ډاکتر نجیب نه یوازې له دین او خاورې سره خیانت کړی، بلکې آن له خپل کور او کورنۍ سره یې هم لوی او تاریخي نه بښونکی ظلم کړی!؟

  یقینا هر هغه څوک چې له خپلې خاورې، خپل کور او خپل کلي سره مینه نه لري، د خپل وطن په آبرو او حیثیت له پردیو سره سودا کوي! د خپل وطن اوهېواد بچیان د نورو په امر او د نورو له ګټو نه قربانوي! دا که هر څوک وي په حقیقت کې یې له انساني ارزښتونو او افغاني غیرت او حیا سره مخکې له مخکې مخه ښه کړې ده!

عبد الخبیر جاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیدا

ښاغلی مجاهد صیب نه غواړم د یوه کمونست مدافغ شم خو حقیقت حقیقت وي که مسکا د مسکو تحفه ګڼئ نو بیا د ښاغلي خان امان الله خان د ازادۍ د اتل لور بي بي چې حمتا به مو په تلویزیون او یا هم له نږدې لیدلي وي نو د هغې په اړه څه نظر لرئ چې هغه د چا تحفه ده د ازادۍ اتل ته بله موضوع داده چې صدیق الله راهي زه ډیر ښه پیژنم او د هغه لیکنه ددې کتاب په اړه چې یی د کتاب له چاپه وروسته کړې ده هغه مې هم لوستې ده د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x