افغانستان

هلمند: خانشین ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۵ل): د هلمند خانشین ولسوالۍ د څو ورځو درنې جګړې وروسته د طالبانو لاسونو ته پرېوتې ده.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک ویلي چې په خانشین کې د دولتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده او طالبانو څو امنیتي پوستې نیولي دي.

خو یو شمېر امنیتي سرچېنو بیا د خانشین ولسوالۍ سقوط تایید کړی او ویلي يې دي چې دوی یې د بیا نېولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

افغان ژورنالست بلال سروري پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په هلمند کې ورته یوې سرچېنې ویلي چې خانشین ولسوالۍ بېګا د شپې پر ۱۱:۳۰ بجو د طالبانو لاسونو ته پرېوتې او طالبانو له ولسوالۍ ټولې وسلې، مهمات، زغروال موټر، او رینجرې وړي دي.

helmand bilal sarwari

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د خانشین د بېرته نېولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

په عین حال کې طالبانو هم د خانشین ولسوالۍ د نېولو خبر تایید کړی او دولتي ځواکونو ته يې د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x