نظــر

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي«پنځمه برخه»

 سیف الرحمن رحماني

اصول او مقاصد

د ډیمکراسۍ “جمهوریت” دواړه ډولونه سیکولریستي او کمونسټي هر یو بېلالېل اصول او مباد لري، ځکه چي د دواړو اهداف او نظریات بېلابېل او یو د بل خلاف دي، چي دادی دلته د هر یو ډیمکراسي نظام اصول، مبادي او اهداف په لنډیز سره د هغوي له خپلو لیکنو څخه درنو لوستونکیو ته بیان او وړاندي کولی شي، ولسونه باید د دې بد مرغه او نجس نظام د ښکاره او پټ کفر څخه خبر شي او هم باید هغه ناخبر افراد د حق په الفاظو د دې ناوړه نظام پر ضد را وپاڅوي.

د کمونسټي ډیمکراسۍ اصول

که څه هم په بشري نړۍ کښي چي تر اوسه پوري په کومو هیوادونو کي د کمونسټي ډیمکراسۍ نظام حاکم کړای شوی دی هر یوه ځان ځان ته قوانین جوړ کړی دی. د بېلګې په توګه په روس کي چي کوم مارکسیستي لینینیستي ډیمکراسۍ حاکمه وه، په چین کي د ماؤتسه تنګ له پلوه چي کوم ډیمکراسي نظام راوستی شو، د روسي کمونسټي ډیمکراسۍ پر خلاف و ان تر دي چي له یو بل سره یې جنګونه کړي دي. په یوګسلاویه کي چي د مارشال تیتو له پلوه کومه کمونیسټي ډیمکراسي حاکمه وه، هغه بیا د پور تنیو دواړو پر خلاف وه، مګر د دوی ګرد قدر مشترک هاغه اصول او مباد دي، چي د کمونسټانو سلفو ورته کیښودلی دی او هغه په لاندي ډول ښودل شوي دي:

۱- د ګردو کایناتو بنسټ ماده ده.

۲- ماده ازلي او ابدي ده، په دې معنا چي پیل او پای نه لري.

۳- ماده په خپله منځته راغلې ده، هیڅ خالق نه لري او بیا نور ګرد کاېنات له نادې څخه په تکاملي ډول په خپله منځته راغلي دي.

۴- صرف د هغه څه وجود حقیقت او منلی شي، چي په سترګو لیدل کیږي او بس

۵- د انسان کړه وړه د ده تقدیر دی .

۶- د هرشي بقاء او فناء د جدلیت پر اساس دی. د جدلیت خاتمه د دنیا د فناء باعث دی یعني هر شی د جدلیت په وجه فناء کیږي

۷- د عالم ګرد موجودات ایکي یو وحدت دی.

۸- هر شی د اضدادو مجموعه ده، چي له همدې لامله هر یو شی هم شته او هم نشته.

۹- دین او دیانت هیڅ حقیقت نه لري او د ملتونو د تقدیر لپاره د ملایانو په مرسته فیوډالانو او کپيټالیستانو منځته راوړی دی.

۱۰- دین د خرافاتو، چټیاتو لکه د خالق وجود،شریعت، حلال، حرام، روا، ناروا، جنت ، دوزخ،حساب، کتاب، بعث بعدالموت، قیامت، ثواب او عذاب او نورو د اوهامو مجموعه ده دایو هم نشته.

۱۱- اخلاق د ډارنو او بې زړه خلګو د بې همتۍ زیږنده ده.

د مالکیت په هکله

۱۲- هیڅ یو فرد په پنځو شیانو د مالکیت حق نه لري، د زمکي، د شتو او دولت، د ښځي، د اولاد، د خپل ځان، بلکي دغه پنځه واړه د اجتماع دي، چي واکمن یې کمونسټ ګوند دی. د ټولنې هر غړی د اجتماعي مشین د یوې پرزې حیثیت لري، تر څو چي کار کولای شي روزي به خوري او کله چي اکسپاېر او زوړ  شي، باید ختم کړی شي چي مفته او وړیا ډوډۍ، کور، کالي پري ابته نه کړ شي

۱۳- اقتصاد هدف د بشري ټولنې زیر بناء او اساسي بنسټ دی.

۱۴- د فرد ګردي لاس ته راوړني، تخلیق او تولید د ټولني دی،ان تر دې چي د فرد شاعري، مصوري، افسانه، او داسي نور هم د ټولنې دی.

۱۵- فرد په هیڅ شي کي د ټولنې د نماینده حکومت له اجازې پرته د تصرف او واکمنۍ حق نه لري

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

رحمانی صاحب السلام علیکم ! الله ج دی اجرونه درکړی ، همدغه دموکراسی ( خر دجال ) دی یعنی دجال د همدغه دموکراسی په وزرو الوزی ، که له یو قاتل حخه د هغه د وژلو اسباب واخستل شی که هغه محوه هم نه شی د هغه په خلع سلاح کولو د هغه وحشت او وژنه ختمیږی نن صبا د موکراسی نړیوال نظام او دین جوړ شوی په هماغه کچه ورته درناوی لری او په اهمیت او وزن ورته قایل دی . دا سی نه ده چه د دموکراسی وحشت ( خردجالی ) دوی ته غیرارادی له کومه اړخه راشیوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x