نظــر

دوه ډلې چې نه شرميږي

شريف الله پکتياوال

افغانه وروره ! که زه او ته په ګريوان کې سرونه ښکته کړو پريکړه به وکړو چې مونږ د احمد شاه ابدالي، ميرويس نيکه او غزنوي لمسيان نه يو، بلکې د اوسنی نړۍ هغه سپين سترګې، دروغژن او دوکه بازان يو نه مو اسلاميت شته، نه مو لوظ شته، نه مو قول شته، نه مو غيرت شته او نه مو افغانيت شته.

زما او ستا نيکونه او پلرونه په رښتيا چې ډير ننګيالي، توريالي او اتلان وو، خبره يې خبر وه او وعده يې وعده وه، د زړه او د خولې خبره يې يوه، که په خوله مسلمان وو په زړه کې به هم مسلمان وو، او که خوله به يې ننګيالی وه هډونه به يې هم ننګيالي وو.

خو زه او ته داسې نه يو، ځکه زه او ته ځانونه مسلمان ګڼو، په خپله حيا او ناموس ځانونه قرباني بولو، دا مو د خولې خبرې دي، خو په عمل کې داسې نه ده، ځکه ټوله نړۍ مو ويني چې له مسلمانی څخه د بيزاه کيدو، له حيا او ناموس څخه د تيريدا لپاره لکه ياجوج ماجوج اورپائي هيوادونه ته منډې وهو.

مونږ چيغې وهو چې په هيواد کې مو جګړې دي، وطن مو وران شو، ولس مو تباه شو، کورونه مو وران شول، خو د دې پر ځای چې خپله جګړه ختمه کړو د څو روپيو لپاره د سوريې جګړې ته ورځو.

مونږ بده ورځ کوو چې هيواد مو ځکه وران شو دلته تعليم نشته، ټوپک ده او قلم نشته، خو هغه څوک چې د قلم خاوندان دي تاسو يې په فيسبوک ليکنې کې ګوری چې د دوی قلم زمونږ هيوادوالو ته څومره ګټه ورسوله، ټوله ورځ کنځل، سپکې سپورې، بې ننګه او بې ناموسه خبرې ليکي، همدا يې کار ده او همديته ناست دي، د قلم همدغو خاوندانو ته دې د کابل پلونو لاندې د ناستو پوډريانو بلا ور په سر شي.

راځو اصلي مطلب ته هغه دا چې دوه کسان داسې هم شته چې بيخي په هيڅ نه شرميږي، يو هغه څوک چې پلرونو او نيکونو يې د چا دلاسه هجرت کړی وو، د چا دلاسه شهيدان شوي يا زخميان شوي وو، نن ورځ دوی د هماغو خلکو حمايت کوي، ملا تړ يې کوي، ځان ترې قربانوي او په چوپړ کې يې اوسي.

که مونږ د هيواد لنډ تاريخ ته وګورو پکې پيدا به کړو چې د ترکي له وخت رانيولې بيا د ډاکټر نجيب تر وخته څوک چې د مقاومت رهبري کوونکي وو هغوی نن ورځ په مونږ مسلط دي، همدا دوی وو چې مونږ يې مهاجر کړو، شهيدان يې کړو، بنديان يې کړو، يتيمان يې کړو، دا به د تقدير فيصله وي چې هماغه خلک يې نن ورځ بيا په مونږ واکدران کړل، خو اې د همدغو خلکو دلاسه مهاجره ! اې د همدغو خلکو دلاسه د شهيد پلار بچيه ! اې د همدغو دلاسه در په در افغانه ! که نور څه نشې کولای دومره خو وکړه چې حمايت او مرسته خو يې مه کوه، د دوی ډله خو مه زياتوه، د دوی په چوپړ کې خو مه اوسه.

او دويم هغه څوک (يعنې د همدغه مقاومت خلک) دي چې د چا دلاسه ووژل شول، د چا دلاسه چې رسوا شول، د چا دلاسه چې د بانجانو (ټماټرو) ريړيو ته ودريدل نن ورځ په ډيره بې شرمي، ډيره بې حيائي د هماغو خلکو په پښو کې پراته دي، د غلامی ځنځيرونه يې غاړو ته اچولي او د بندګي سجدې ورته کوي.

اې د مقاومت خلکو او د کابل ادارې واکمنانو ! نن ورځ افغانستان ته راغلې امريکا آيا دا هغه امريکا نه ده چې تاسو يې د مجاهدينو په لاس په شرمونو وشرمولی، آيا دا هغه امريکا نه ده چې تاسو يې د جنرالي له رتبې څخه د بانجانو ريړيو ته ودرولی، نن ورځ چې تاسو هماغو امريکايانو ته پلاران واياست، باداران ورته واياست، د خپل ژوند خوندي کوونکي او د هيواد جوړوونکي ورته واياست نه پوهيږم چې دا کوم ډول عقل، کوم ډول غيرت، کوم ډول افغانيت او کوم ډول سياست دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x