ادبي لیکني

دحمزه بابا یو بیت او د تجنیس نوې خوا

 یونس تنویر

لفظي صنعتونه د شعر د جوړښت ښکلي کونه وي. دا به ومنو چې لفظ په شاعرۍ کې دالهام له توکونو څخه نه دی. الهام به په انسان کې تخیلي قوه په پاڅېدو کړي. فکر به وښوروي. مانا به په ذهن کې در واچوي. خو لفظ نه شي سازولی. نو بیا د لفظ د جوړولواو تر تیبولو تخنیک ډېر مهم دی. مانا به په عامو خبرو کې پیدا کړو. خیال او عاطفه به د مصور په انځور کې ولیدای شي.

یا به یې، په یوه عمل کې وګورو. خو د لفظ اهنګ بیا په دغو شیانو کې نه شو لیدای.

د لفظ په شناخت کې هم دقت په کار دی. د هر لفظ ترکیبونه د شعر د ماهیت د ارایې حق نه شي پرځای کولای. دغه د لفظ مهارت دومره هنر لري چې کاونډې کلمې هم ښکلې کوي. د حمزه بابا په دغه بیت کې د حاصل کلمه دوه ځلې راغلې ده :

مینه که حاصل د غنم رنګو نه شي څه شو
ماته چې حسرت یې د حاصل ښکاري اسان
(حمزه بابا)

خو دواړه د مانا په لحاظ جدا مزاجونه لري. خو د شکل په لحاظ یو ډول دي. دغه اېښودنه طبیعي یا الهامي نه شي کیدای. خو که ددغو دوو کلمو پر ځای، هر ډول کلمه را وړل شي، همدغه جوهر به پکې، نه وي. د پورتني بیت د لومړۍ مسرې (حاصل) د حاصلاتو په مانا دی. یا د نباتاتو لاس ته راوړنه یا پیدا واري، په مانا دی. خو په دوهمه مسره کې د (حاصل) د کلمې مانا، د پورتنۍ کلمې د مانا سره توپیر لري. دغه دوهمه کلمه د لاس ته راوړلو په مانا ده. دغه لاس ته راوړل د انسان له ګټو یا زحمتونو څخه دي. ممکن دواړه لفظونه د مانا په لحاظ په یوه تله کې واچوئ. خو په یوه مانا ځکه نه دي چې په لومړۍ مسره کې د (غنمرنګو) په ترکیب کې د غنمو کلمه شته. او د غنمو حاصلات د الله تعالي (ج) د قدرتونو څخه دي. انسان غنم نه شي شنه کولای. خو دوهمه د حاصل کلمه، د انسان په کوښښونو، خواریو، او … لاس ته راځي.

ددغو دوو کلمو په وینګ (تلفظ) کې دومره نږدیوالی دي چې لوستونکی یې په یوه مانا اخلي. خو دغه دواړه کلمې د بیت د نورو کلمو له مخې د مانا په تغیر کې جوت توپیر لیدای شو.

زموږ د ادبي فنونو مولیفینو تام تجنیس داسې را تعریف کړی دی چې شکل یې یو او مانا یې بیله وي. خو په شکل کې بیا دا مهمه نه ده چې، اواز دې یو ډول وي یا، نه وي. خاص د کلمې ظواهر ته ګوري؛ خو د کلمې وینګ ته متوجې نه دي. په تام تجنیس کې داسې خوا هم شته چې د شکل سربېره د وینګ (تلفظ) یوالی هم لري. خو مانا یې بیله وي. پورتنی بیت د تام تجنیس له دې نوي شکل څخه شمېرل کیږي. نو که اوس تام تجنیس تعریفوو؛ نو باید چې ووایو: دا هغه تجنیس دي چې چې دوې کلمې د مانا په لحاظ سره توپیر ولري؛ خو د جوړښت په لحاظ سره همرنګې وي. ځکه په جوړښت کې وینګ او شکل دواړه راتلای شي ،مګر شکل په دغو دواړو توکو نه شي مانا کیدای. نو په دې ډول، تام تجنیس دوه خواوې یا دوه ډوله دی.

الف : دوه کلمې چې د شکل په لحاظ همرنګې او د وینګ او مانا په لحاظ سره توپیر ولري.

ب : دوه کلمې چې د وینګ او شکل په لحاظ برابرې او د مانا په لحاظ سره توپير ولري.

مثلاً : د (خوله) او( خوله) کلمې. لومړي خوله د (دهن) په مانا. او دوهمه خوله د ( عرق) په مانا ده. دغه دواړه کلمې نرینه نومونه دي. ځکه چې په زورکۍ پای ته رسېدلې دي. دغه دوه کلمې د وینګ په لحاظ سره برابرې، نه دي. یوازې د شکل په لحاظ سره برابرې یا یو ډول دي. ددغو دوو کلمو د وینګ تو پیر په څه شي کې دی؟ ( خ) او (ل) خو په پښتو کې نور صورتونه، نه لري. پاتې شو ( واو). همدغه ( واو) دی چې ددغو دوو کلمو په وینګ (تلفظ) کې یې تغیر راوستی دی. لومړۍ کلمه کې ( واو) اوږد واو دی. او په دوهمه کلمه کې ( واو) نرم واو دی. نو په دې لحاظ دا د تام تجنیس په (الف) یا لومړني ډول کې را ځي. خو د حمزه بابا په دغه بیت کې:

مینه که حاصل د غنم رنګو نه شي څه شو
ماته چې حسرت یې د حاصل ښکاري اسان

د( حاصل – حاصل) کلمه د تام تجنیس له (ب) یا دوهم ډول څخه ده. ځکه د حاصل د کلمو مانا مو په پورته خبرو کې وکړه. دغه دوه کلمې، هم د شکل په لحاظ سره همرنګې دي. او هم د وینګ په لحاظ. ځکه چې ( ح ، الف ، ل ، ص ) ورته یا یو ډول ګرافیمونه په مروجه الفبا کې نه لرو.

په دوهمه مسره کې د حاصل کلمه، ځکه د لومړۍ مسرې د حاصل له کلمې سره توپیر لري چې د حسرت کلمه راوړل شوې ده. او ارمان تل د خوندیتوب، سکون، اطمینان او … لپاره وي. نو دغه حاصل انساني تقاضا یا لاس ته راوړل دي. یانې دغه حاصل تر ډېره د انسان په اختیار کې وي. ځکه دنیا په اسبابو جوړه ده. او ماده د انسان په لاس نوې کیدای شي. مثلاً له لرګیو نه یو میز جوړولی شو. خو د غنمو شنه کول، دا د الله تعالی قدرت دی. انسان به دغه حاصلات پیدا، نه کړي. ځکه د حاصلاتو لاس ته راوړل په موسم پورې تړلي وي. او د موسمونو راوستونکی الله (ج) د ی. او حمزه بابا په پورتني بیت کې له غنمرنګو ګیله هم نه ده کړې. ځکه د حاصلاتو په کرلو کې الله تعالی انسان ته امید ورکوي. نو څوک چې الله تعالی ته دومره اومیدواره وي؛ نو له غنمرزنګو به څنګه ګیله کوي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حضرت

ډېره په زړه پوری لیکنه ده خو په ۲۵یا ۲۶لیکه کی یوه اشتباه تر سترګو کیږی هغه دا چه:
( خوله) او ( خوله) ” دهن ” او ” عرق” دواړه نرینه! کلمې دی؛
حال دا چه دا دواړی ښځینه کلمې دی. زه مطمئن یم چه د ګران لیکونکی هدف هم ” ښځینه کلمې ” ؤ خو اشتباهاً ئې نرینه لیکلی ده.مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x