شعـــــرونه

بې غمه اروا: سميع الله تړون

سميع الله تړون

لاس چې دې بې تورې شي او توره بې قلمه شي
ډيره ناممکنه ده چې مخه به دې سمه شي

زه لکه د ژمي مازيګر يم درنه لاړ به شم
ستا به غيږه ډکه له يخنۍ او له تورتمه شي

دا د ستر هدف لاره اسانه دومره هم نه ده
کله بې مزله شي او کله بې قدمه شي

هغه وخت د زړه د نرميدو سوالونه ډير کوه
خوله چې دې بې ذکره شي او سترګې دې بې نمه شي

ګوره ازادي دې په زاريو لاس ته نه راځي
کله بې له ډزه شي او کله بې له بمه شي

ژر شه د کمر د سر ګلاب ته اوبه پورته کړه
څه به وشي ستړى به شې وينه به دې کمه شي

اى تړونه پاڅه د صليب مقابله وکړه
اى ګرانه شهيد به شې اروا به دې بې غمه شي

تړون ـ اسداباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x