شعـــــرونه

غزل: چينار ټکور

چينار ټکور

سینه کې مي اوسېږي لېونی لکه زړګی
په ما همدومره ګران ده یوسړی لکه زړګی

یوڅوک ده چې یي تل په دعاګانوکې رانغاړم
همېش ترې تاوه ومه سپېلنی لکه زړګی

دې خلکوته دکوم فقیرښېراکړه خدای قبوله
لنډشوی ورته دومره ده مرګی لکه زړګی

داغرونه اوسندونه، چنارونه، ګودرونه
دوران وطن دازېړمازدیګری لکه زړګی

که زړه مي دادجنګ اودجګړووطن کې مړشو
زه نه مرم راسره به وي همدی لکه زړګی

زما تنکیو هیلو ارمانونو ته ټکور ده
جانان دي خدای لري راته ژوندی لکه زړګی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x