سپینه ماڼۍ: القاعدې سره د «جبهة النصرة» پرېکون مو دریځ نه شي بدلولی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۵ل): سپینه ماڼۍ وايي چې له القاعده تنظیم سره د «جبهة النصرة» ډلې د اړیکو د شکولو اعلان به د امریکا په موقف کې بدلون رانه ولي او د پخوا په څېر د ترهګرې ډلې په نظر ورته ګوري.

د سپینې ماڼې ویاند «جوش ارنست» یو خبري کنفرانس ته وویل چې د جبهة النصره لخوا له القاعدې څخه د پرېکون اعلان ته د شک په سترګه ګوري او هیواد به یې د جهادي ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

وړمه ورځ په سوریه کې القاعده تنظیم ته وفادارې ډلې «جبهة النصرة» له نوموړي تنظیم څخه برائت اعلان او نوم یې په «فتح الشام» بدل کړ. د یادې ډلې مشر ابو محمد الجولاني وویل چې د شام له حدودو څخه بهر د هیڅ فعالیت اجنډا نه لري او یوازینی هدف یې د بشار الاسد رژیم نسکورول دي.

خو سپینه ماڼۍ وايي چې واشنګټن ته د نوموړي څرګندونې د منلو وړ نه دي او اندیښنه لري چې ښايي جبهة النصره بهرني اهداف ولري او لویدیځو هیوادونو ته ګواښ متوجه کړي.

دغه راز د «پرمختګ امریکايي مرکز» مخکښ څیړونکی «ویلیم ډانفرز» هم په دې نظر دی چې که جبهة النصرة هرڅومره نومونه بدل کړي او له القاعده سره د پریکون اعلانونه وکړي، بیا به هم د ترهګرۍ له تور لیست څخه ونه اوځي او نه به یې امریکا له ځپلو څخه لاس واخلي.

ویلیم ډانفرز ټینګار کوي چې که څه هم جبهة النصرة له القاعده سره اړیکې قطع کړي خو «غوا په لبسرین نه ښځه کیږي، که شونډې هرڅومره سرې کړي بیا هم هماغه غوا ده».

د فتح الشام (پخوانۍ جبهة النصرة) ویاند حسین ابو عمار وايي چې دوی له شام څخه بهر هیڅکله د فعالیت نظریه نه درلوده، «زمونږ په ضد د ګام اخیستو یوازینۍ دلیل دا وه چې القاعده سره مو اړیکي درلودې، مونږ ځکه له القاعده سره اړیکي قطع او په نوي نوم فعالیت پیل کړي چې په ولسي خلکو باندې دغه نوم په دروند قیمت تمام نه شي».

نوموړی زیاتوي: «ښايي ډیر خلک له مونږ سره د بشار الاسد د نظام په نړولو کې موافق وي خو د القاعده له پالیسیو سره موافق نه دي، مونږ دا ګام د جهادي ډلو د اندیښنو له مینځه وړلو په موخه اوچت کړي او دا کار به د جهادي ډلو د وحدت او یووالي په لار کې ګټور تمام شي».

که څه هم جبهة النصرة له سوریې څخه بهر کوم نظامي فعالیت کې برخه نه وه اخیستې، خو دا چې د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله وه، امریکا یې یوازینی لامل دا باله چې له القاعدې سره اړیکي لري او د سوریې په داخل او خارج کې وخت په وخت له نوموړي ګوند څخه په ټینګه غوښتل کیدل چې باید له القاعدې سره اړیکي پرې کړي.

خو اوس چې جبهة النصرة له القاعدې سره د مقاطعې اعلان کړی او له دې سره-سره امریکا په خپل دریځ ټینګار کوي، په خلکو کې يې د امریکا د پټو نیتونو په اړه شکوک او اندیښنې زیاتې کړي.

په الجزیره تلویزوني چینل کې د اسلامي ګوندونو د چارو کارپوه «تیسیر علوني» وايي چې د سپینې ماڼۍ څرګندونې د هغه چا موقف نور هم قوي کوي چې استدلال کوي چې (وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ: یهود او نصارا به هیڅکله له تا څخه راضي نه شي تر څو یې د دین متابعت وکړې).

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

ههههه(«غوا په لبسرین نه ښځه کیږي، که شونډې هرڅومره سرې کړي بیا هم هماغه غوا ده».ههههه د خندا او دزړا خبره ده کافر بیا هم د خپل کفر غرور خکاره کړی او مسلمان ته د ذلیل نسبت او بی ادبی معاف…. نسبت یی ورته کړی نو بیا هم دکومی خبری ګنجایش نه پاتی کیږی خو که مسلمانان په زان پوهه شی او نور پدغه دجالی (ک ف ر) کفری لخکرو اعتبار ونکړی او ورته سر خکته نکړی مسلمانان ورته ذلیل او سر تیتی معرفی نکړی په رب قسم چی دنیا او اخرت کی بیا ذلیل کیږی مرګ حتمی دی دهر… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا یو ښه پرمختګ دی چې د نصره جبهې خپله مبارزه په سوریه کې مختصره او متمرکزه کړه، او زه فکر نه کوم چې دا کار یې د امریکایانو د خوشحالولو لپاره کړی بلکه د سوریې د مسلمان وولس له ارادو او غوښتنو سره سم یې د دوی سیاسي ویښتابه بللای شو ځکه القاعده (رحمهم الله) او د دوی داعشي شاګردان ( یهدیهم الله) عملا هغه ځای کې شیدیارې کاږي چیرته چې امریکایان غواړي د خپل واک او فساد فی الارض تخمونه وشیندي.

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

اول خو باید دا ووایم چی (وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ: یهود او نصارا به هیڅکله له تا څخه راضي نه شي تر څو یې د دین متابعت وکړې) دا دهغه عالم ذات کلام دی چی دخلکو په زړونو عالم دی او دیهودانو او عیسویانو دزړه په هر خواست خبر دی او دا اوسنی کوم یهودان یا زایونستان چی قدرت کی دی دا اصلا الومناتی او فریمیسنان دی چی دمحمد ص موسی ع ابراهیم ع او دنورو پیغمبرانو په خدای تعالی الله رب العالمین ایمان نلری بلکی په شیطان او دجال ایمان لری دوی برعکس خبره… نور لوستل »