د شعر معنوي او لفظي بنسټونه، لیکنه: قتیل زوی خوږیانی

asmanشعر د ژبې په زور د خيالاتو څرگندونه او د الفاظو ترکيب، ترتيب او تړاو دى، چې نه يوازې د شاعرانه معنويت او حقيقت ولوله ييز انځورونه پرې رامنځته کيږي، بلکې د شاعر سړيتوب تحرک ته رابولي او له ((ساکت)) پاتې کيدو يې ژغوري.

همدې اړخ ته په پوره پاملرنه زمونږ احساسات، ولولې او فکري انځورونه الهامي بڼه خپلوي، چې پر الفاظو،

کلماتو او ژبنيو اصولو بشپړيږي. همدغه حالت د شعر دوه بنسټيزې خواوې په گوته کوي:

د شعر معنوي او لفظې يا خيالي او ژبني اغېز ته د ادب پخوانيو او اوسنيو مينه والو پاملرنه کړې ده.

د ادبي ډگر پخوانيو اتلانو پر لفظي ښکلاو ډېر ټينگار کاوه او لفظي صنايع يې د شاعرۍ بشپړ ځواک منلى و، خو اوسني کره کتونکي يا د ادبي ډگر نوميالي د لفظ پر ځاى د معنا او خيال ټينگار غوره بولي.

پخوانيو کره کتونکيو د الفاظو ښکلا ته پاملرنه کړې او اوسني هغه يې معنا ته پوره پام کوي، خو په شعر کې لفظ او معنا دواړه د شعر جوړونکي بنسټيز اړخونه دي.

که سره برابر او په تول پوره څرگند نه شي، شعر ورته نه ويل کيږي.

همدې اړتيا د بيان، بديع او معاني ادبي بحثونه رامنځته کړي، چې بلاغت او فصاحت يې غوره خواوې دي.

فصاحت هغه څرگنده معنا ده، چې ژبنۍ نيمگړتيا ورسره مل کيدى نه شي. يعنې د کلماتو نحوي ترکيب و ترتيب ته فصيح کلام ويلى شو.

که په دغه ترکيب و ترتيب کې وضاحت نه وي او د کلام معنا او موخه روښانه نه وي؛ کلام د فصاحت له شتونه بې برخې کيږي.

دغه راز په فصيح کلام کې د الفاظو بې گټې تکرار هم ځاى نه لري. په فصاحت او بلاغت برابره څرگندونه د ادبيت کمال دى.

همدا لامل دى، چې بلاغت د شعر معنوي او فصاحت د شعر لفظي ښکلا راڅرگندوي.

کلمات او الفاظه پرته له بلاغت او فصاحته نيمگړي وي؛ خو ددې معنا دا نه ده، چې بليغ کلام دې فصاحت ونه لري.

فصاحت د بليغ کلام يوه نه بېليدونکى برخه ده او بلاغت پرته له فصاحته نيمگړې وي، خو فصاحت پرته له بلاغته خپل ځانگړى شتون ښکاره کولى شي.

ددې بحث له اوږدونې ډډه کوو، خو په لڼده توگه وايو، چې:

د شعر پر معنوي او لفظي بنسټونو  يا معنوي او لفظي ښکلاو فصاحت او بلاغت دواړه اغېزمن دي.

د شعر لپاره اړينه ده، چې شاعر د شعري څرگندونې لپاره فصيح الفاظ ولټوي. که د شعر الفاظو ته  مناسبه معنا او مناسبې معنا ته مناسب لفظونه ونه لټول شي، شعر له معياره غورځيږي.

په دې معنا، چې لفظ هم ځانگړې او هم ترکيبي برخې لري. کيداى شي د يو شعري لفظ ځانگړې برخه فصيح وي، خو ترکيبي برخه يې فصاحت ونه لري او يا يې ترکيبي برخه فصاحت ولري، خو ځانگړې برخه يې له فصاحته بې برخې وي، چې په دواړو حالتونو کې د شعر خامي څرگنديدلى شي.

کوم الفاظ ، چې په شعر او کلام کې راځي په هغو کې بايد مناسبت، موافقت، مطابقت او هماهنگي په نظر کې ونيول شي. د شعر دې صفت ته عرب انسجام وايي او مونږ ورته رواني وايو.

دغه صفت د معنا او لفظ  گډون رامنځته کوي او څومره، چې دغه گډون روان وي هومره شعر ښکلى اوبنسټونه يې پر ټولو يو شان اغېزمن وي.

د شعر له ژبني اغېزه څرگنديږي، چې الفاظه معنوي اغېز هم لري او د منعوياتو اغېز پر الفاظو دا په ډاگه کوي، چې شعر پرته له معنوي او لفظي بنسټه بې اغېزې وي.

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.