افغانستان

بدخشان: کوکچې سيند ته د موټر غورځېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۵ل): د بدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې يو مازدا موټر چې له نوموړې ولسوالۍ څخه د دې ولايت مرکز ته روان وه، له سړکه اوښتی او د کوکچې سيند ته لوېدلی.

پېښه تېره ورځ ۸ بجې رامینځته شوې، د موټر چلونکي په ګډون ۱۱ تنه په کې وژل شوي چې مړي يې لا هم د کوکچې په سيند کې نادرکه دي.

د بهارک ولسوال عبدالسميع عتيق وايي چې وژل شوي ټول د تخار ولايت اوسېدونکي دي چې غوښتل يې د تفريح لپاره د بدخشان اسيج ولسوالۍ ته ځانونه ورسوي.

عتيق زياتوي چې دوه تنه وژل شوي د بدخشان د اوسني والي خپلوان او په ترکيه کې د ماسټرۍ محصلين وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x