شعـــــرونه

غزل: هيبت الله منتقم

هيبت الله منتقم

خیر ده پُخلا شه نور راځه آزادۍ
زړونه مو تا پسې خفه آزادۍ

اورو کې سوځي خوار افغان ولس مې
هيواد مو دی لمبه لمبه ازادۍ

شو کنډواله د پاک اسلام په مينه
افغانستان مه هیروه ازادۍ

حالات چې ګورم خدای خبرکه راشې
داسې تنها مو مه پريږده ازادۍ

بې له تا سخته ده زمونږ زندګي
زړه کې ستا غم دی راسره ازادۍ

په خیر راشې زمونږ خړ پړ کلي ته
خو ګوره بیا مه رانه ځه ازادۍ

منتقِم وایم ته به کله راځې؟
دا ځل پخه وکړه وعده ازادۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x