نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ (۱)

دغه عنوان د هغه وړوکي کتاب دی چې د ډاکتر نجیب الله سکه ورور صدیق الله راهي هغه وخت لیکلی چې ډاکتر نجیب ژوندی و، په هغه وخت کې نه ډاکتر نجیب او نه یې کوم خواخوږي او ملګري ددغه کتاب په اړه څه ویلي! او دا ممکنه نه ده چې نوموړی چې شپږ اوه کاله داستخباراتو رئیس پاتې شوی و ددغه کتاب په اړه معلومات نه وي لرلي!
په هر صورت نوموړی کتاب چې په نېټ کې د ګوتو په لیکنه په پي ډي اف فایل کې نشر شوې، هغه نوادر او حیرانوونکي حقایق پکې نغښتي دي چې بالکل سړی حیرانوي!

ما خپله تر ننه پورې دا ګومان نه کولو چې ډاکتر نجیب به دومره بې حیثیته، بې عزته او سپک انسان وي! ما ویل که نور نه وي کم تر کمه انسان خو و! خو د صدیق الله راهي لیکلي حقایق څرګندوي چې ډاکتر نجیب نه یوازې د اسلامیت او افغانیت اصول تر پښو لاندې کړې وو، بلکې د انسانیت پر مخ یې هم مرګوني ګوزارونه کړي!

په دې اړه زه نور څه نه وایم، ښه دا ده چې خپله د صدیق الله راهي لیکنه ولوستل شي او قضاوت لوستونکو ته پرېښودل شي، ددې لپاره چې لوستونکي په ځانګړي ډول پښتانه وروڼه د نجیب له حقیقت نه خبر شي زه نوموړې لیکنه په پښتو ژبه ژباړم، د یادونې وړ ده چې په نوموړې لیکنه کې د ډاکتر نجیب دکړو وړو په اړه ځينې داسې الفاظ راغلي او کارول شي چې له اخلاقي او ادبي لحاظه له ګوتو او قلم سره نه ښايي، دا چې ورور یې په دې نیت چې حقایق سم او په بشپړ ډول وښيي، لیکلي  دي، د هغه کار دی، ځکه خو زه تر خپله وسه هڅه کوم چې دا ډول توري و نه کارول شي، او مفهوم په نورو ټکو وړاندې کړل شي! خو بیا هم که یې ځای او حالاتو غوښتنه کوله، له اړتیا پرته به یې له کارولو ډه ډه کېږي. ان شاء الله. عبد الخبیر جاهد


د کتاب فهرست:
سریزه
دلیکونکي په اړه
لومړی فصل: نجیب په ځوانۍ کې.
دوهم فصل: د نجیب  د سیاسي فعالیت پیل.
دریم فصل: له یوې بدکارې سره د نجیب واده!
څلورم فصل: خاد او انسان وژونکی نجیب!
پنځم فصل: د نجیب نورې فجایع


لومړۍ برخه: د یو ځوان په صفت د نوموړي شخصیت او کړه وړه:

که څه هم چې کورنۍ یو سپېڅلی تړاو دی، خو ترخه او انکار نا پذیره حقیقتونه له دې هم سپېڅلي دي،  کوم چې کله کله کورني تړاوونه او اړیکې داغداره کوي او سره بیلوي یې، او دا بیا څومره ښه خبره ده چې دغه حقایق د تاریخ په داسې نازکو شېبو کې خبرې وکړي چې ملت له مرګ او تورو ورځو سره لاس او ګریوان دی.

ددغه حقایقو پیل زما د ورور نجیب الله ژوند دی، چې زمونږ د کورنۍ مشر زوی و،  زمونږ پلار اختر محمد چې د پکتیا د احمدزیو له قوم څخه و، د خپل اکا له لمسۍ ښاغلې حلیمې سره واده وکړ، ددغه کورنۍ لومړی ماشوم زما خور صالحه وه، دا چې زما پلار مناسب سواد نه درلود، یوازې له ملا نه یې سواد زده کړی و، او له بلې خوا په پښتنو کې د لور زېږیدل شرم ګڼل کېدو، پلار مې د لورد زېږېدو له کبله په غوسه و،  له همدې وجې د بل واده په فکر کې و، که ګوري نجیب دنیا ته راغی، پلار مې د نوموړي له زیږېدو سره له دوهم واده نه تېر شو، د نجیب پیدايښت مې د مور او پلار لپاره ښه زیری و، له نجیب نه وروسته دوه نور ماشومان پیدا شول، چې په ماشومتوب کې وفات شول، زه له نجیب نه شپږ کاله وروسته تولد شوی یم. له ما نه وروسته مې خور ( کوکۍ ) او دوه وروڼه، احمدزی او روښان تولد شوي.

زمونږ کورنۍ په لومړي سر کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، په هغه وخت کې مو د کابل په مرادخانیو کې د خپل مورني نیکه په کور کې هستوګنه درلوده، پلار مې په ماشومتوب کې مور او پلار له لاسه ور کړي وو، له یوه ورور او دوه خویندو سره یې په پکتیا کې د خپل اکا سره ژوند کولو، اکا یې نشوای کولی ددوی مناسبه سرپرستي وکړي، پلار مې له خپل ورور او خویندو سره ډېر سخت ژوند تېر کړی و، کله یې چې خویندو ودونه وکړل، له خپل کوچني ورو سره د ځینو خپلوانو د مرستو په مټ چې په کابل کې وو، کابل ته راغلل، چې بیا وروسته دهمدغه خپلوانو په واسطه یې د خپل اکا لمسۍ چې زما مور کېږي وغوښته او په نکاح یې کړه.

پلار مې چې نوی له پکتیا نه کابل ته راغلی و، د خپل کور د چارو د پر مخ بیولو لپاره په کار پسې ګرځېدو، بالآخره د قره قل په شرکت او په دولتي ډیپوګانو کې له یو څه کار کولو وروسته یې قطغن ته سفر وکړ، او له محمد ګل مومند سره  یې چې دنوموړي ولایت رئیس تنظیمه و،  پېژندګلوي شوه، چې دغه پېژندګلوي بیا په دایمي انډیوالۍ بدله شوه، محمد ګل مومند مې پلار د نوموړي ولایت په یوه علاقه دارۍ کې د علاقه دار په توګه وټاکلو، چې د ډېر وخت لپاره یې په نوموړي ځای کې په ګڼو علاقه داریو کې دنده تر سره کړه، تر دې چې محمد ګل مومند له خپلې دندې نه لېرې کړل شو، او په کور کیناست، پلار مې هم له هغه نه وروسته له دندې تر سره کولو لاس په سر شو، او بیرته کابل ته راغی.

پلار مې له محمد ګل مومند سره د ملګرۍ او پېژندګلوۍ له کبله لږ لږ له سیاسي مسایلو سره علاقه پیدا کړې وه، خو یوازې د پښتونیزم او تر پښتونستان پورې د تړاو لرونکو مسایلو په اړه.   نوموړي له محمد ګل مومند سره د اړیکو په ساتلو کې له ډېرو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړه.

په دې وخت کې مې پلار بیکاره و، کورنی اقتصادي حالت مو چندان ښه نه و، محمد ګل مومند چې زما له پلار سره یې نېږدې اړیکې لرلي، او پوهېدو چې د ژوند شرایط یې ښه نه دي، پلار ته مې یې مشوره ور کړه تر څو د دولتي څانګو په یوه برخه کې د یوې دندې د پیدا کولو لپاره عریضه وکړي. په هغه وخت کې محمد داود لومړی وزیر و، دا چې محمد ګل مومند پوهېدو چې څه ډول د محمد داود پام خپلولی شي نو پلار ته مې یې مشوره ور کړه تر څو په عریضه کې داسې ټکي ځای پر ځای کړي چې د محمد داود خوښ شي، پلار مې همدا کار وکړ، عریضه یې وړاندې کړه، ډېر وخت تېر نشو چې پلار مې د محمد داود له خوا ور وغوښتل شو، او له لیدو کتو وروسته یې عبد الملک عبد الرحیمزي ته چې د ماليې دوزیر په توګه یې دنده تر سره کوله ور معرفي کړ، تر څو د خپل وزارت په کومه اړونده اداره کې یې مقرر کړي.

عبد الملک عبد الرحیمزي نوموړی د نقلیاتو په ریاست کې چې بیا وروسته د ترانسپورت ریاست شو، مقرر کړ. او د دندې د تر سره کولو په منظور یې پېښور ته د نقلیاتو د مدیر په توګه ولېږلو. د پښتونستان پر سر د افغانستان او پاکستان د اړیکو له خړپړ کېدو وروسته د جانبینو دفترونه په دواړو هېوادونو کې وتړل شول! پلار مې بیرته کابل ته راستون شو.

هغه وخت چې پلار مې په پېښور کې و، د نیک محمد په نامه یو کس چې هغه هم په پېښور کې په افغان تجارتي وکالت کې مامور و، زما خور یې غوښتې وه، تر څو واده ور سره وکړي، پلار مې پرته له دې چې د نوموړي سابقه، اخلاق، کړه وړه مطالعه کړي،  د نوموړي د زیات فشار او ټینګار په نتیجه کې دغه خیښي وکړه،  خپله دیارلس کلنه لور صالحه یې دغه فاسد سړي ته چې د نجیب د چټلکاریو د پیل سبب شو ور کړه!

زه په دغه وخت کې پنځه کلن ماشوم وم، او دماشومتوب په همدې بې خبره عمر کې مې د خپلې خور له خاوند نه کرکه درلوده، ښه مې نه ایشیدو، سره له دې چې د نوموړي په اړه مې کافي او مناسب معلومات نه لرل، مګر نجیب چې لوی و، تقریبا د ښوونځي په پنځم ټولګي کې و، له همغه لومړي سره یې له نوموړي سره ښې اړیکې لرلې!..

نور بیا

عبد الخبیر جاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x