روغتیا

Epistaxis یا د پوزې وينه بهيدنه

وسیمه حلیم

له پوزې نه د وينې بهيدل  د اپيستاګزيس epistaxis په نوم ياديږي.

دا پېښه ډيره معمول او د ژوند په هره مرحله او عمر (ځوانان,ماشومان او بوډا کسان) کې پيښيدی شي چې په اغلب وختونو کي بيړنۍ پيښه ده.

Epistaxis

مرض ندی بلکه يوه مرضي علامه ده چې اکثرا له امراضو سره پيښيږي. نو ځکه بايد هڅه وشي چې په دې حالاتو کې اصلي مرض وموندل شي, که په موضعي ډول (د پوزې په جوف پورې اړوند) يا هم د عارضې په بڼه د نورو مرضونو سره.

سببونه:

د پوزې وينې بهيدنې سببونه داسې ويشل شوي دي:

A-موضعي اسباب:

چې پخپله د پوزې په جوف اوNasopharynx
پورې اړوند دی.

2-عمومي

3-نامعلوم

1-موضعي اسباب local causes:

پوزه:

1-ترضيض (truma)

ترضيض د لاس د نوکانو پواسطه, د پوزې جرحه او صدمه,د پوزې د جوف جراحي ,د مخ د منځني ثلث او د قحف د قاعدې کسرونه, د پوزې سخول (څنډل) په ډيرشدت سره او شديده پرنجی.

2- حاد انتانات:

– د پوزې ويروسي التهاب (viral rhinitis, nasal diphthtereria,حاد سينوزيت.

– مزمن انتانات: ټول هغه امراض چې په پوزه کې خيک (ارچق) جوړوي لکه;سفليس,اټوپيک رينايټس,توبرکلوزس , رينايټس سيکا, سپټال پرفوريشن (د پوزي د پردي څيري کيدل) ګرانولوماتوز افتونه لکه Rhinos potoroo sis.

3- اجنبي جسم foreign body:

هغه غير حيه( nonliving) اجنبي جسم چې په پوزه کې د ننوتلو وړ وي.

4-نيپلاسټيک افتونه او د هغه شاوخوا سينوسونه:

* سليم Hemangioma, papiloma

* خبيث : کاسينوما او سارکوما

5- د اتمسفير تغيرات: لوړ ارتفاعات او (Sudden decompression (Caisson’s disease

6- د پوزې د پردې کوږوالی

#nasopharynx

*ادينوييد التهاب

* juvenil angiofibroms

* خبيثه تومورونه

B-عمومي

اسباب: general causes

قلبي-وعايي سيسټم تشوشات :

د وينې لوړ فشار, د شرايينو تصلب, د مايټرال والو تنګوالی ,حاملګي او هورمونې.

2- دموي-وعايي تشوشات :

اپلاسټيک کمخوني, لوکيميا, ترومبوسايتوپنيک پورپرا , هيموفيليا,کريستماس ناروغۍ,سکوروې ,د ويټامين k نشوالۍ ,او ارثي
Hemorrhagic telangectasia

3- د ځیګر ناروغۍ :

دځیګرسيروز د پروترومبين په نشتوالي کې.

د پښتورګو ناروغي: مزمن نفريټ

5- درمل: د salicylate درملو ډير مصرفول او نور مسکن درمل(انلجيزيک) د مفاصلو د درد لپاره او نور سرخوږی, د وينې د پرڼ (تحثر) ضد درمل لکه د زړه په ناروغيو کې.

منصفي لوړ فشار:

د منصف تومورونه( د پوزې په ناحيه کې د وريدي فشار د لوړيدو سبب کيږي)
سيسټميک حاد ناروغۍ:

انفلونزا ,سرخکان(شری) , اب چيچک , تور ټوخی ,malaria, thematic fever, infectious mononucleosis ,pneumonia, dengus fever, او محرقه

8- vicarious menstruaration:

چې اپيستاګزس د مياشتنۍ ناروغۍ په لړ رامنځ ته کيږي.

نوربیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x