افغانستان

هلمند : ګرمسېر کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ سختي نښتي شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۵ل):د هلمند ولايت په تر ټولو امن ولسوالي ګرمسېر کې تېره شپه او نن د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتي شوي.

لومړی د طالبانو له لوري د بېنادر په سيمه کې د اربکيانو پر پوستو جګړه پيل شوې .

حکومتي چارواکي د بريدونو د پخلي تر څنګ وايي لومړی بريدونه طالبانو پيل کړه او زموږ عسکرو شاتګ وکړ خو وروسته د طالبانو په مقابل کې عسکرو ځوابي عمليات پيل کړه.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په نښتو کې ۲۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو طالبان وايي هيڅ نوعه زيان نه دی ور اوښتی.

طالبانو نن ټکی اسيا ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې د يوه ماموريت او پوستې د نيول کېدو تر څنګ په جګړه کې د ۵ تنه اربکيانو د جسدونو پاته کېدو يادونه هم کړې .

طالبان زياتوي : ((له دښمن څخه ۳ عرادي ټوډي موټران ، ۳ موټرسایکلان ، یو ثقیل ، ۵ امریکایي ټوپکونه ، ۳ کلاشنکوفونه ، یوه توپنګچه ، ۲۵ د راکټ مرمۍ ، ۸۰۰۰ دثقیل اوکلاشنکوف مرمۍ غنیمت شوي))

د ګرمسېر د ټولنیزې شورا مشر محبوب خان وايي طالبانو په تکتيکي بريدونه لاس پوري کړی او غواړي يوه په بل پسې پوستې سقوط کړي او ځانونو ګڼ ميشتو سيمو ته ورسوي.

پاته دي نه وي چې د خانشين له نيولو وروسته ګرمسېر ولسوالۍ ته د طالبانو د ورتګ ټولي هغه لاري چې وړاندي بندي وې اوس خلاصي شوي او ګرمسېر د سقوط له ګواښ سره مخ کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x