نظــر

د ولسمشرۍ خپلواکه ټاکنې او که بې واکه ټاکنې!!!

دوستانو د صلیبی یرغل د دولس کلنې دورې له پیل څخه تراوسه پورې د خپلواکه ټاکنو ګنګوسې اوریدل کیږی چی د ولسمشرۍ لپاره دوه ځلې ترسره شوې همدا راز د ولسی جرګې او ولایتی شورا لپاره اوس دا دی دریم ځل دی چی د خپلواکه ټاکنو ډنډوره اورو خو متأسفانه چې ځينی خلک دغه ډنډوره ډیره په خوند سره بدرګه کوي او داسې فکر کوي چې په راتلونکی کې به د خپلې خوښې ولسمشر وټاکل شی او د دوی ټولې ارزوګانې به پوره کړی او په خاصه توګه د هیواد د پرمختګ لپاره به ډیر ګړندی ګامونه اوچت کړی

تر څو چې زمونږ جنګ ځپلی هیواد د جنګ له ډګر څخه واوړی او یو پرمختللی او د سولې او امن هیواد باندې به بدل شی، خو په حقیقت کې دوی هسې خپل وخت ضایع کوی او هسې بیځایه خپل مغازه خرابوي چې داسې بی ارزښته خبرو ته غوږ نیسي، په حقیقت کې دوی ملامت هم نه دی چې راتلونکو ټاکنو ته دومره هوسیږی بلکې د دوی مشکل په فکر کې دی چی فکري جګړې سخت ځپلي دی او مغازه ورته خراب کړی دی او داسې کار یی پکی کړی دی چې د ټول عمر لپاره به د غرب لپاره مفت کار وکړی او نه یوازې دا چی دوی دغه کار ترسره کوی بلکې نور هیوادوال هم دیته تشویقوی چې د دوی ملګری ترسره کړی ترڅو چې د څو ناچیزه ډالرو په مقابل کې خپل ایمان، ناموس، او وطن وپلوري.
که چیرته هغه کسان چې راتلونکو بی واکه ټاکنو ته هوسیږی خپل سر لږ خپل ګریوان ته کړی او له ځان سره سوچ وکړي چې آیا په رښتیا سره هم دغه ټاکنې خپلواکه دی چې د افغانستان د راتلونکی ولسمشرۍ لپاره ترسره کیږی او که هسې ډرامه ده چې صلیبان خپل لاسپوڅي ورباندې مصروف وساتی ترڅو چې د دوی (صلیبی یرغلګرو) په خلاف کوم غبرګون څرګند نه کړی ځکه چې بیا به صلیبیان خپلو کرغیړنو اهدافو ته ونه رسیږی او مخالفین به یی زیات شی او دوی به په زیاته پیمانه له هر اړخیز بحران سره مخامخ شی، که چیرې د سالم عقل خاوند وی نو خامخا به دې نتیجې ته ورسیږی چې دا هسې یوه ډرامه ده چې شروع شوې ده او معلومه نه ده چې څه وخت به ختمیږی، او د دوی ټولې هلې ځلې د دې لپاره دي ترڅو که وکولای شی چې د هیوادوالو او نړیوالو سترګو ته خاورې ور وشیندی او دوی ته دا څرګنده کړی چی مونږ په رښتیا هم د افغانستان د پرمختګ او سولې لپاره راغلی یو او مونږ هیڅکله د افغانستان په داخلی چارو کې لاسوهنه نه کوو او افغانان په خپله د خوښې کاندید ته رایه ورکوی او د ولسمشرۍ لپاره یی ملاتړ کوي ترڅو چې د جنګ ځپلیو هیوادوالو د څو کلونو د سولې او بیوزلۍ تنده خړوبه کړي، که چیرته حقیقت ته سر ورښکاره کړو نو موضوع بلکل سرچپه ده، اول خو دا چې صلیبیان په هیڅ صورت سره نه غواړی چې افغانان د خپلې خوښې یو ازاد اسلامی او بی پرې حکومت جوړ کړي او نه غواړی چې افغانان په ارامه فضاء کې ژوند وکړی ځکه چې که چیری دوی حقیقتا د افغانانو سوکالی او ارامی غوښتی نو بیا یی ولې په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان باندې داسې وحشی یرغل وکړ؟! پداسې حال کې چې په هغه وخت کې د افغانستان ازآد او اسلامی امارت په نړیواله سطحه په انصاف او د سولې په ثبات کې ساری نه درلود، ولې یی په زرګونو تور سرې کونډې او بورې کړې؟! ولې یی په زرګونو ماشومان یتیمان کړل؟! آیا دا ټولې هڅې د دې لپاره وې چې افغانانو ته د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي؟؟!!

اوس به راشو د راتلونکو ټاکنو بې واکه نوماندانو ته چې څوک دی، آیا په رښتیا سره هم هغه څوک د نوماندۍ لپاره ولاړ دی چې په ریښتونی اخلاص سره یی د افغانانو خدمت ته ملا تړلې ده او که هغه قصابان دی چې د کمونیستي رژیم  څخه وروسته تر نن ورځې پورې یی لاسونه د بې ګناه افغانانو په وینو باندې سره دي، آیا هغه چا ته څرنګه خپلواک نوماند ویلی شو چې ټول عمر یی د صلیبی یرغلګرو په دسترخوان خوړلی وی او د دوی تر لاس لاندې را لوی شوی وی او نن ورځ افغانانو ته ځان خپلواک معرفی کوی، لنډه دا چې ټول هغه سره کمونیستان او د ګران هیواد دښمنان دي چې نن ورځ د اسلام او هیواد د بربادۍ په خاطر د صلیبی یرغلګرو په آخرونو باندې ولاړ دي، او دا خو معلومه خبره ده چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشرۍ لپاره هر هغه څوک وختی ټاکلی شوی دی چې تر لاسپوڅی کرزی نه به هم خپلو بادارانو ته صادق او د افغانانو په سرکوبولو کې ګړندی ګامونه پورته کوي خو دا چې دوی اوس ورته د خپلواکو ټاکنو نوم ورکوي دا هسې عبث وخت تیرول دی او د افغانانو سترګو ته له خاورو شیندلو پرته بله هیڅه معنی نه لري او څوک چې تراوسه پورې پدې یقین نه لري چې راتلونکې ټاکنې بی واکه دی نو هغه هم د صلیبیانو او د هغوی د بادارنو مفت خدمت کوي.

احمد الله سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x