ادبي لیکني

پښتو په تېرو دربارونو کې «لومړۍ برخه»

محمود شهیم
لومړۍ برخه

ترکومه ځایه چې د پښتو ژبې د لرغونتوب په هکله معلومات په لاس راغلي لیکلي ماخذونه د دې ټکي ګواه دي چې په افغانستان کې لومړی پادشاه چې د پښتو ژبې سره یې مینه درلوده او پښتو ژبه یې په خپل دربار کې روزلې امیر کروړ د امیر پولاد سوري زوی دی، چې په ۱۳۹ه.ق کال د غور په مندیش کې پر تخت کښېناست.
کروړ د خپلې واکمنۍ پر محال د غور کوټونه، د بالشتان، خیسار، د تمران ماڼۍ او د برکوشک ټول ځایونه ترخپلې حکمرانۍ لاندې راوستل. کروړ په زمینداور کې هم د مندېش په څېر ښکلې ماڼۍ درلودله.
امیر کروړ نه یواځې چې په توره او مېړانه کې یې شهرت درلود بلکې د پښتو ژبې یو ننګیالی او پېژندل شوی شاعر هم وو نو ځکه د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې دده دویاړنې اشعار ډېر ارزښت او شهرت لري.
شعري بېلګه یې:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته
په هندو سندو پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
‌‌‌‌
کروړ په (۱۵۳ه.ق) کال د پوشیخ په یوه جګړه کې ومړ. دده څخه وروسته دده زوی امیر ناصر د غور د تخت په ګدئ کښېناست او د خپل پلار په څېر يي تر اخیره پورې یې د پښتون او پښتو ژبې درنښت وساته.
تر ناصر ورسته د غور د نورو سوري شاهانو په در بار کې هم پښتو ژبې لوړ مقام در لود او د پښتو ژبې شاعران پکې روزل کېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x