fbpx
nunn logo

دښاغلي منصف (حکمتیار) صیب دلیکنې په ځواب کې : طالبان دمجاهدینو خلاف تبلیغات نه کوي !

تیره ورځ دښاغلي منصف له لوري (طالبان ولي دمجاهدینو خلاف کرجن تبلیغات کوي …) ترسرلیک لاندې یوه لیکنه  دنن ټکی آسیا په ادرس رالیږل شوې وه .

لیکنه اصلا دنن ټکي آسیا دتلې دمیاشتې د۶ نیټې په سرمقالې باندې دیوې انتقادي مقالې په حیث لیکل شوې ، په هغې کې له نن ټکي آسیا خپلواکه  ویب پاڼې څخه  په طالبانو تعبیر شوی او دهغې سرمقاله یې دطالبانو اعلامیه بللي .

دا چې د یوې ویب پاڼې دسرمقالې او دیوه سیاسي تنظیم داعلامیې  ترمنځ څومره توپیردی  اوداچې نن ټکی آسیا دیوې خپلواکه ویب پاڼې په حیث د ښاغلي منصف په تعبیر دطالبانو مربوط ویب سایټ بلل شوی دی په اړه یې قضاوت درنو لوستونکو ته پریږدو ، موږ غواړو دلته یواځې دښاغلی منصف د دې ادعا په اړه څه ولیکو چې دنن ټکی اسیا په یادې سرمقالې کې دمجاهدینو په خلاف دتبلیغ په اړه کړې.

دښاغلي منصف نیوکې دسرمقالې په لومړي پاراګراف پیل شوي چې هلته ورکې لیکل شوي :

((نن د روان هجري لمريزکال د تلې د مياشتې شپږمه نيټه ده .پوره ۱۷ کاله مخكې په همدې ورځ طالبانو د هيواد پلازمينه کابل د تنظيمي جګړه مارانو له وجود څخه تصفيه او هالته يې يوه واکمنه متحده او اسلامي اداره حاکمه کړله.))

که له ښاغلي منصف څخه وپوښتل شي چې په پورتنۍ جمله کې دمجاهدینو په خلاف کوم ناوړه تبلیغ شوی چې تاسويي دومره اوږدې پرپړې لیکلو ته اړیستلي یاستئ؟

په یاده لیکنه کې خو له سره ترپایه  دمجاهدینو نوم په درناوي او احترام یادشوی اودهغوئ د مجاهدتونو اوسرښندنو درناوی شوی، په دې سرمقاله کې خو دتنظیمي جګړه مارانو دجنایتونه په اړه توضیحات ورکړل شوي ، نه خدای مکړه دمجاهدینو په خلاف دکومې ناوړه خبرې اشاعت،او مجاهدین او تنظیمي جګړه ماران خو د مفهوم او محتوا له لحاظه بیل بیل مسمیات دی .

کومو کسانو چې په کابل کې دکمونیستي نظام تر سقوط وروسته دواک دتصاحب په غرض د خپل منځي جګړو اساس کیښود هغوئ ته خو مجاهد نه ویل کیږي؛ ځکه  مجاهد خو دخپل شرعي حیثیت له مخې خپل معلوم تعریف لري ،اوهغه حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم)په مبارکو احادیثوکې داشاني بیان کړی :(من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله )أخــرجه البخاري.

ښاغلی منصف ! که چیرې دمجاهد تعریف ستاسي دعندي تعریفونو له مخې صحت لرلای نو بیاخو استاد سیاف هم خپل ځان دصلیبي ټلوالې دمدافع په حیث ترټولو خوله ور او تکړه مجاهد بولي، همداراز ښاغلی کرزی او دهغه  د دفاع وزیر بسم الله خان ، دهغه داقصاد وزیر ارغندیوال، دهغه دمعارف وزیر فاروق وردګ ، دهغه د دفتر مشر کریم خرم ، دهغه داخله وزیر عمر داود زوي ، دهغه دامریکايي پارلمان تنظیمي غړي ، والیان او داندړو د ولسوالۍ  داجیرو تنظیمي اربکیانو په څیرپه هیواد کې دمجاهدینو په خلاف جنګیدونکي مرتزقه  اربکیان ټول مجاهدین بلل کیږي؛ځکه چې هغوئ ټولو یومهال داسلامي حزب اونورو جهادي تنظیمونو دعضویت افتخار درلود.

دنن ټکي آسیا په سرمقاله کې همدغو کسانوته تنظیمي جګړه ماران ویل شوي؛ځکه هغوئ  دکمونیستي نظام تر سقوط وروسته  خپل ټول سیاسي او پوځي فعالیتونه تنظیم پالنې،توکم پالنې او شخص پالنې ته ځانګړي کړي نه اعلاء کلمة الله ته نن ټکی اسیا هغوئ ته تنظیمي جګړه ماران، اودهغوئ خپل منځي جګړې ته ځکه ناراوا جګړه وایي چې  ټول اسلامي ارشادات په خپلو صریحو اوقطعی الدلالته نصوصوکې دمسلمانانو ترمنځ داخلي اقتتال نا روا او حرام عمل ګڼي.

(سِبَابُ الْمُسْلِم فُسُوقٌ وَقِتالُهُ كُفْرٌ). متفق عليه.

((إذا التقى المسلمان بسيفهما فالقاتل والمقتول فى النار))

قلت: يا رسول الله، هذا القاتل  فما بال المقتول؟ قال: (( إنه كان حريصاً على قتل صاحبه))( (38(متفق عليه)

ښايي منصف (حکمتیار) صیب استدلال وکړي چې زما دتنظیمې جګړې مقابل لوری خو مسلمانان نه بلکې دپخواني نظام پاتې شوني او د دوستم ملیشې وې خو دا  استدلال یې دمنلو وړ ځکه نه دی چې له دغو پاتې شونو سره  د ده څلورکلنه مقابله په دو برخو ویشل شوې وه : دوه کاله وسله واله ناروا جګړه او دوه کاله نور بیا له هغوئ سره په جلا جلا توګه  دهمغږۍ شورا اوماهیپر دمیثاق تر نامه لاندې مصالحه .

اوس  دي  ښاغلی منصف له خپل ضمیر نه  دا پوښتنه وکړي چې له یو ډول پاتي شونو( کمونیستانو) سره د خپل متضاد عمل حیثیت  له شرعي او اخلاقي اړخه څه ډول توجیه کوی؟

ښاغلي منصف دتنظیمي نارواجګړې په اړه  په دې اعتراف کوي او لیکې چې : ((د هغي جگړي تر شا مسكو او واشنگټن او د دوى سيمه ايز ملگري هېوادونه ولاړ ول…)) خو که خپله له ده ښاغلي وپوښتل شي چې دغه جګړه خو له یوه طرفه ټوله ستاسي تر مشرۍ لاندې ستاسي دتنظیمي قوت په مټ په مخ وړل کیده نو تاسو ښاغلي دواشنګټن او مسکو په جګړه کې دخپل ځان استخدامولوته  له شرعي او سیاسي پلوه کوم حیثیت ورکوئ ؟

ښاغلی منصف د خپلې ناروا تنظیمي جګړې مشروعیت بل لامل دا بولي چې  طالبانو هم تنظیمي جګړه کړې …

که څه هم چې دنوموړی دا استدلال به د ده لپاره پوخ استدلال وي  خو له شرعي او منطقي اړخه هغه ځکه ناموجه دی چې  یو نامشروع  دبل نامشروع  لپاره په هیڅ وجه  داباحت مبرر نشي جوړیدای .

داپه هغه صورت کې چې دطالبانو جګړه دښاغلي منصف په خبره  تنظیمي جګړه وبولو ، خو د طالبانو جګړه  تنظیمي جګړه نه بلکې  دتنظیمي مفسدینو دله منځه وړلو جګړه وه نه په سیاسي لحاظ دتنظیمي سالموافکارو او یاتنظیمي اشخاصو دله منځه وړلو جګړه.

طالبانوله خپل مقابل لوری سره دمفسدینو په نوم مقابله کوله نه د ښاغلي منصف په اصطلاح دپخواني نظام  له پاتي شونوسره .

طالبانو کله هم دتنظیمي بودن په حیث له تنظیمي اشخاصوسره جګړه اومخالفت نه دی کړی ؛ ځکه هغوئ خپله یومهال ټول دهمدغو جهادي تنظیمونو منسوبین او غړي ول او دهمدغو جهادي تنظیمونو په تشکیلاتوکې دشوروي اشغالګرو په خلاف جهاد کاوه ، خو دشورویانو له تیښتې او کمونیستانو ترسقوط وروسته هغوئ له تنظیمي جګړو ځان وساتو او کله چې تنظیمي مفسدینو دخپلمنځې جګړو په ترڅ کې  دافغان مسلمان ولس دمقدس جهاد دویاړونو په ضایع کولو اوپه هیواد کې د ناامني، بیدني او فساد ترویج ته شروع وکړه بیا طالبانو دهغوئ دله منځه وړلو په خلاف پاڅون وکړ چې دمفسدینو او دهغوئ دمنکراتو مخنیوی  داسلامي ارشاداتو له مخې دهرمسلمان شرعي مسؤلیت دی .

من رأى منكم منكرا فليغيره بيده ، فإن لم يستطع فبلسانه ، فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان ) رواه مسلم .

ښاغلی منصف ته دیوه منصف مسلمان په حیث دا په کاروه چې په خپلو ټولو هغو اشتباهاتو ، نارواو ، ظلمونو او وحشتونو چې د خپلې تنظیمې نارواجګړې په مهال یې دمظلومو کابلیانو په حق کې ترسره کړې اعتراف کړی وای  اوبیا یې لومړی له خپل خدای او له هغه وروسته له خپل مسلمان ملت څخه دهغو له امله بښنه غوښتې وای  نه داچې دهماغې لعنتي جګړې دمشروعیت لپاره  اوس هم دناموجهو استد لالاتو په وړاندي کولو ټینګار کوي .

ترکومه ځایه چې خبره په جهادي تنظیمونو پوري  تړوا لري  نو جهادي تنظیمونه دښاغلي حکمتیار صیب داسلامي حزب په شمول  ټول  د شوروي اشغالګرو او ملحدو کمونیستانو په خلاف  دمسلمان ملت  دجهادي او فکري سنګرونو حیثیت درلود

دهمدغو جهادي تنظیمونو مشروعیت او جهادي تقدس تر هغه وخته هرچاته قابل تقدیر او احترام  وه  ترکومه چې د هغوئ  سیاسي اوپوځي فعالیتونو د بهرنیو اشغالګرو په شړلو او دهیواد له حریم نه په دفاع تمرکز درلود.

خو دبهرنیو اشغالګرو تر وتلو او کمونیستي نظام ترسقوط وروسته دهمدغو تنظیمونو له جملې څخه دځینو هغو ترمنځ ناروا داخلې جګړې په هیڅ ډول جهادي اواسلامي حیثیت نه لري ؛ ځکه  دهمدغو ناروا جګړو په مهال مکرم انسانان دسپیو په توګه استخدام شوي په همدې تنظیمي لعنتي جګړو کې مړه انسانان رقصول شوي او دهمدغو ناروا جګړو په ترڅ کې دافغان مجاهد ولس ټول اسلامي او افغاني اقدار ترپښو لاندې شوي.

چې دغه ټول غیر اسلامي او غیر انساني وحشتونه  هغه څه دي چې ځنګلي وحشیان تري امان او پناه غواړي  او دهغوئ له نوم نه دخجالت احساس کوي داخو پریږده چې هغه دې اسلامي مجاهدینوته منسوب شي .

ښاغلی منصف تل دخپل ذاتي طبیعت له مخې د دومره ډیرو ویلو او لیکلو غریزه لري چې  دلوستونکو دوخت او دهغوئ  دورځنیو مصروفیتونو خیال یې بلکل له پامه ووځي.

نوموړي په خپلې انتقادي لیکنې کې په طالبانو نور ډیر تورونه هم پوري کړي چې نن تکی آسیا نه غواړي دطالبانو په استازیتوب  هغه ته ځواب ووایي .

نن ټکی اسیا ویب پاڼه د واقعي مجاهدینو دسپیڅلیو آرمانونو ترجماني کوي، د دې ویب پاڼې چلوونکي او منسوبین لله الحمد دشوروي او امریکايي اشغال په خلاف د جهاد او شعوري مبارزې ویاړ لري ، دنن ټکي آسیا کارکوونکي دخپل سر په بیه له جهاد او جهادي افتخاراتو څخه دفاع خپل اسلامي ،جهادي او اخلاقي مسؤلیت بولي ، نن ټکی آسیا دمسؤلیت له مخې ځان دخپلې سرمقالې محتواته ملزم بولي او په نشراتي ډګرکې دبیان په مشروطې آزادي باور لري.

په نن ټکي آسیاکې دنشریدونکو مقالو مسؤلیت خپله دهغوئ په لیکوالو پوري اړه لري.

نن ټکی آسیا په داسې حال کې چې دښاغلي منصف داملائي تیروتنو په اړه  دهغه د غیر اتفاقي سمونو له امله نوموړي ته  کورودانی وايي ښاغلي منصف ته په درناوي سره دا عرض کول غواړي چې کله هم په چا انتقادي لیکنه کوئ  نو کوښښ وکړئ چې هغه داحساساتو له اغیزه لیري دعلم او موجه استدلال په رڼاکې وکړئ  ؛ ځکه  ستاسي له خوا په دغې انتقادي لیکنې کې  دنن ټکي آسیا په اړه  د دغو جملو ((د دې كچه او له ادبي پلوه له غلطيو ډكي او د محتوى له پلوه ډېري پرېوتې ليكني …)) کارول په حقیقیت کې ستاسي داخلاقي اومنطقي فقر تمثیل کوي نه دعلمي مشاجرې دسالمو اسلوبو او موجه انتقاد ارائه کول .

دنن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د