د ډاکټر خان تحریک یوه د ستاینې وړ هڅه

تیره ورځ د خیبرپختونخوا په مرکز پیښور کې د ډاکټرخان تحریک په نوښت له افغان مهاجرینو سره د خواخوږي په پلمه د پېښور پرېس کلب مخې ته په پټه خوله یوه احتجاجي ناسته تر سره شوه.

که څه هم چې دا احتجاجي ناسته ډیره محدوده او په چوپه چوپتیا کې تر سره شوه خو له مهاجرینو سره یې د خان تحریک چارواکو د ژورې انساني خواخوږۍ او زیات خلوص ښکارندوینه کوله.

اوس مهال افغانان په صورت عموم او مهاجرین په خاص ډول د ډیرې خواخوږۍ او همدر دۍ وړ دي.

ځکه هغوی چې لا اوس یې هم هیواد تر بهرني اشغال لاندې، جګړه او نا امنې ورکې حاکمه او په هیواد کې یې د آزاد ژوند امکانات ډیر کم تر سترګو کیږي دیته مجبور دي چې د خپل سر پناه لپاره په پردیو هیوادونو کې له کړاوه ډکې شپې ورځې تیرې کړي.

هیڅوک دا نه خوښوي چې بي موجبه دې خپل وطن پریږدي او په پردي وطن کې دې د غربت او جلا وطنۍ له ستونزو ډک ژوند تیر کړي.

حتما به د کډوالو افغانانو لپاره په خپل وطن کې داسې ستونزې وي چې دوی یې په پردیو هیوادونو په تیره پاکستان کې د مهاجرت او کډوالۍ ستونزمن ژوند تیرولو ته اړیستلي وي.

نو په دغسي حالاتوکې د بشري او حُسن همجواري غوښتنه داده چې ګاونډیان په تیره پاکستان چې د افغان کډوالو زیاته شمیره د دوی په خاوره کې میشت دي لکه څرنګه چې یې په تیرو دری نیمو لسیزو کې له هغوی سره ښه رویه او ګذاره کړې همداسې ورسره خپله بشري همدر دي جاري وساتي.

د افغانستان او پاکستان د مسلمانو ولسونو ترمنځ ډیر مشترکات موجود دي ، هغوی تر هرڅه وړاندې دواړه مسلمانان دي او مسلمانان د مذهبي او عقیدوي یووالي پر اساس یو پربل ډیر حقوق لري.

همدا وجه ده چې پاکستاني مسلمان ولس له خپلو افغان مهاجرینو وروڼو سره هم د شوروي یرغل په مهال او هم اوس د امریکايي یرغل په مهال ډیره مرسته کړي او هغوی ته په خپل کور کې ځای ورکړي.

خو د افغانستان او پاکستان دولسونو دښمنان نه غواړي چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ اسلامي مواخات ( ورورولي) همداسې ټینګه پاتي شي ځکه خو غواړي د مختلفو دسیسو په جوړولو سره د هغوی ترمنځ مشکلات او ستونزې ایجاد کړي ، خو مسلمانان بیاهم مکلف دي چې د خپل مذهبي او عقیدي مقتضیاتو پر اساس په خپل منځ کې نور هم د حُسن همجواري او اسلامي همدردۍ حس ژوندي وساتي.

اوس چې د امریکایانو د شرارت او شیطانت له وجې د پاکستان او افغانستان د وروڼو ولسونو ترمنځ کوم د مشکلاتو جوړو ولو هڅې کیږي د دواړو ولسونو با احساسه چارواکي دا مسؤلیت لري چې د دښمن دا دسیسې په خپل منځ کې د اخوت او ورورولي د مزو په لا ټینګولو سره شنډې او نابودې کړي

د ډاکټرخان تحریک با احساسه کارکوونکو چې تیره ورځ له خپلو مهاجرو وروڼو سره کومه د اسلامي همدردي مظاهره وکړه ، ټول افغانان په تیره ځوریدلي مهاجرین د هغوي له دغو اسلامي او بشري احساساتو څخه مننه کوي او د پاکستان په تیره د خیبر پښتونخوا له غیور ولس څخه هیله لري چې د خپلو مهاجرو وروڼو په اړه نورهم له اسلامي او انساني خواخوږۍ څخه کار واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د