ورزش

استرالیا د سریلانکا پر وړاندې په ستر توپیر ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۹مه، ۱۳۹۵ل): نن د استرالیا او سریلانکا لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې استرالیا د سریلانکا پر وړاندې په ۱۰۶ منډو ماتې وخوړه.

د سریلانکا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. سریلانکا خپل لومړی وار توپ وهنې کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۷ منډې جوړې کړې. د سریلانکا لوبډلې لپاره ډي سیلوا ۲۴ او پرېرا ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د استرالیا لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. هذلووډ او لیون درې درې ویکټې او سټارک او کییف دوه دوه ویکټې واخیستې.

د استرالیا لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې د ځینو لوبغاړو غوره لوبې سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې. د استرالیا لوبډلې لپاره وجز ۴۷، مارش ۳۱ او سمیت ۳۰ منډو جوړولو سره غوره توپ وهوونکي ثابت شول.

د سریلانکا لوبډلې لپاره هېرات او سندکان تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه. هېرات او سندکان څلور څلور ویکټې او پرادیپ دوه ویکټې واخیستې.

د سریلانکا لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې د مېنډېس پیاوړې توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۵۳ منډې جوړې کړې. مېنډېس د ۲۱ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۷۶ منډې جوړې کړې. چندیمل هم د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

دوهم وار توپ اچونې کې د استرالیا لوبډلې لپاره سټارک څلور، هذلووډ او لیون دوه دوه ویکټې او کییف او مارش یوه یوه ویکټه واخیسته.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې د ۲۶۸ منډو هدف په تعقیب کې پاتې راغی او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي یوازې ۱۶۱ منډې جوړې کړې. سمیت ۵۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

د سریلانکا لوبډلې لپاره هېرات ۵، سندکان درې او پرېرا او ډي سیلوا یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x