نظــر

افغان مهاجر د خپلو اعمالو سزاګانې ګالي « وروستۍ برخه»

مشفق حريت مل

دا يو ښکاره حقيقت و چې روسانو په افغانستان يرغل وکړ، او د افغانانو ژوند يې ګواښونو او مشکلاتو سره مخ کړ او افغانانو د خپل دين او وطن د دفاع په خاطر د هغوی په وړاندې جهاد شروع کړ، په ميليونوکسان ددغه جګړې له امله شهيدان او معلولين شول، د پرون ورځې هغه مجاهدين چې نن هم د بهرني يرغلګر د ښمن په وړاندې هماغه احساس او فکر لري او لاهم په پروني مبارزې او جهاد ویاړي خو يو شمير خلک اوس د مهاجرو په منځ کې شته چې وايي مونږ هسې له افغانستان نه راغلي وو، که روسانو سره يو ځای شوي وو، نو څه به شوي وو اوس به مو وطن ګل ګلزار وو چې دا هغه غلطه ايډيالوژي ده چې له دې سره سړی دخپلو هغو ميليونونو شهيدانو قربانيو ته په سپکه ګوري او د هغوی له وينو سره جفا څرګندونه کوي، دا به نو بيا دا معنا ولري چې پرونی جهاد نه و او بايد نه مو وای کړی، خو که پرونی جهاد نه وای نو اوس به په افغانستان کې روسان حاکم وو، زما او ستا به پته نه وه چې د کوم فکر او ايډيالوژۍ څښتنان به وو.

خو که څه هم پرون امريکا غوښتل چې په افغانستان خپل سياسي رقيب «روسيه» وځپي او ددې هدف له پاره يې هڅې کولې خو مونږ دا په بشپړه توګه نه شو تاييدولای چې په افغانستانې کې دې هغه جګړه په بشپړه توګه د شورويانو او امریکا جګړه وه، ځکه چې په دې جګړه چې د افغانستان په خاوره يرغل شوی و او دفاع يې په موږ لازم وه.

د روس په وړاندې جهاد کې افغان مجاهدينو بغير له کوم دنياوي تمې او ګټې د خپل دين او هيواد له پاره جهاد وکړ او عام مجاهدين که څه هم ډيرو يې ديني پوهه ډیره نه لرله مګر د خپلو مشرانو د امر تابع وو او د جهاد په لاره کې يې هيڅ ډول خيانت، غلا او جفا ته زړه نه ښه کاوه او په اسلام او وطن د قربانۍ له پاره تر ټولو مخکې وو، مګر اوس له همغو مجاهدو افغان مهاجرو څخه يې ځينې غلا کولو ته غلا نه وايي، حرام خوړلو ته حرام نه وايي، ظلم ته ظلم نه وايي؛ خو بيا هم شکر دی چې يو شمير یې داسې شته چې هغوی په خپل حال پاتې دي له ټولو هغو بې لاريو او بدو اعمالو څخه يې ځان ساتلی دی چې الله ج ورته د نه کولو امر کړی دی.
کله کله سړی فکر کوي او دا نشي منلای چې ټول افغان مهاجرين دې د اسلام او اسلامي پاتې کيدو په موخه مهاجر شوي وي، ځکه چې په دې وروستيو کې چې کوم مهاجر بيرته د کفارو هيوادونو ته منډې ور وهي او ځينې يې هلته د تابعيت د ترلاسه کولو له پاره د هغو هيوادونو هر قسم شرايطو منلو ته تيار وي او مهاجر پلار يې دلته په ډير وياړ او خوشالۍ د هغوی کيسې کوي؛ نو د سړي په ذهن کې دا خبره راشي چې دوی په درواغو او وايي چې مونږ د اسلام او مسلمانۍ د ساتلو له پاره هجرت کړی دی، ځکه چې دوی اوس څه خبر دي چې هغه بچيان چې دوی لويديځ ته ليږلي او عمرونه يې هم له ۱۲ څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي، دوی به په کوم حالت کې قرار لري؟

هر ماحول خپل اثر لري که څوک په کوم ډول ماحول کې ژوند غوره کړي هغه ماحول به خامخا پرې اغيز کوي په ځانګړې توګه په هغو ځوانانو چې د هغوی عقل او فکر خام وي په ډيره اسانۍ سره بې لارې او له خپل دين نه د لرې کېدلو له پاره پرې کار کېدای شي او د کفارو اهداف په اسانۍ سره ترلاسه کيدلای شي، هو هلته به کفار دا هڅه ونه کړي چې څوک دې په زور دې ته مجبور کړي چې دوی دې اسلام پريږدي او يا دې هم دا يو شرط کيږدي چې که څوک له اسلام نه لاس اخلي او کفر مني نو تابعيت به ورکول کيږي، ځکه چې له دې کار څخه بيا بلوا جوړيږي کيدای شي ټول خلک دا ورسره ونه مني، مګر کفار ددې له پاره فکر کوي چې څنګه مسلمانان په اغیزمنه طريقه په شيطاني او کفري جالونو کې راښکيل کړي؛ نو ډيرې لارې چارې يې په دې اړه په پام کې نيولي دي چې کولای شي چې مسلمانان ځوانان پرې له اسلام نه لرې او په ورو ورو د کفر خواته ور نږدې کړي، چې له دغسې ځوانانو به يو داسې مسلمان جوړ شي چې د اسلام خلاف به د کفارو هره خبره ورته سمه ښکاري او دومره به يې په فکري توګه جوړ کړی وي چې له مسلمانانو سره به د کفارو په کړو وړو اصولو او قوانينو بحثونه کوي او کفار به له مسلمانانو نه ښه وبولي، چې دا به کفارو ته دوه ګټې شي، يو خو به يې يو مسلمان له دين نه لرې کړی او بل به يې کفري قوانينو او تګلارو ته ورنږدې کړی وي او د هغو مينه به يې د هغه په زړه کې اچولې وي چې وخت په وخت به ترې دفاع کوي چې دا د کفارو له پاره بس ده.

رابه شو د افغان مهاجرو هغه ډله ځوانانو ته چې دلته په کيمپونو کې اوسېږي، ايا خپل مشران او پلرونه له خپلو بچيانو نه خبر دي چې د دوی ژوند څه ډول دی، په نني وخت کې خو زه په خپل چاپیريال کې ډير کم خلک د يو پاک پاتې شوي مهاجر په توګه وينم، د ډيرو کړه وړه افکار او عادتونه کټ مټ د هندي او انګليسي فلمي لوبغاړو او انګريزانو په څېر دي چې تاسو به يې په چاپیريال کې نمونې وينئ.

راشئ تاسو وغږوئ د نن زمانې ځوان افغان مهاجر چې هغه سره څه ډول احساس دی؟ هغه څه غواړي چې وکړي او هغه څه غواړي چې ترلاسه یې کړي، راشئ تاسو يې نن د يوه بل هيواد له فلمي لوبغاړي سره قواره او کړه وړه مقايسه کړئ چې سره بيل به شي چې کوم يو يې افغان او کوم يې فلمي لوبغاړی دی؟

خو الحمدلله بل لور ته د همدغو افغان مهاجرو په منځ کې داسې خلک هم په پريمانه اندازه شتون لري چې د پروني مهاجرت او جهاد سپيڅلتيا يې لاهم يه ژوند کې له ورايه ښکاري او حالاتو يې ژوند نه دی اغيزمن کړی او لا يې په خپله عقيده او ايمان قوي ساتلې ده چې همدغه خلک دي چې له برکته يې نور افغانانو ته هم خير رسيږي او هغوی لا هڅه کوي چې په ټولنه کې لاهم د خلکو اسلامي او ملي احساس پياوړی کړي او ځوانان او نور مهاجرين د کفارو له دسيسو او پلانونو خبروي او هغوی ته دا روحيه ورکوي چې تاسو د يوه مسلمان او مهاجر د بچي په توګه هغه مسووليتونه چې در په غاړه دي په ښه توګه ترسره کړئ چې همدغه با احساسه مهاجرو مشرانو يو شمير مهاجرين د چاپيريال له نادودو او فسادونو څخه ساتلي دي.
خو که بل لور ته چې مونږ د لويديځوالو د دسيسو او شومو موخو له امله د ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه زمونږ دافغانانو د هر قشر په ژوند کې پوره ژور منفي اغيز رامنځته شي، نو بيا خو مونږ خپل هجرت ونه ساتلو او خپلې دغې درنې فريضې ته مو په کمه سترګه وکتل نو ددې ټولو بدو اعمالو او کړنو نتيجه دا شوه چې اوس همدغه مهاجرت راته عذاب شو، پرون چې چا زمونږ دمهاجرت په نامه عزت او قدر کاوه هغوی نن له مونږ پسې کوتک را اخيستی دی او الله ج راته د همدې خلکو په لاس باندې د خپلو جرمونو سزا راکوي، خو بيا هم موقع شته که چېرته مونږ له بدو اعمالو نه په سمه توګه توبه وباسو او خپل مهاجرت او مسلمانۍ ته په حقيقي توګه ژمن واوسو نو د الله ج مرسته، نصرت اوعزت له مونږ سره دی او الله به مو له دغه د عذاب حالت څخه وباسي.

له لوی الله نه دعا کوو چې د ژوند دغه امتحانات او مشقتونه پای ته ورسوي، په ګران هيواد کې د اسلامي نظام د برپا او د ټولو افغان مهاجرينو د بيرته ستنېدو په هيله.
راځئ چې توبه وباسو او له الله ج څخه د خپلو کړو ګناهونو بښنه وغواړو او په راتلونکې کې له ګناهونو څخه د ځان ساتلو کلک هوډ وکړو چې الله ج مو په حال رحم وکړي.

استغفر الله الذي لا اله الا هو الحی القيوم وا اتوب اليه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد هدايت

فكر كوم خورا بي معنى او بي نتيجي تبصرة او تحليل دي ، نشرولو كي يي كومه فائده نه وه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x