افغانستان

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو لیست

د ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم ثبتولو لپاره تیره ورځ وروستۍ ورځ وه، او په دې ورځ هم پاته نوماندانو خپل نوم لیکنه وکړه، او خپل کاغذان یې د ټاکنو خپلواک کمیسون ته وړاندي کړل.
تیره ورځ ۱۳ تنو نوماندانو چي اکثره یې برحاله چارواکي وه، خپل د دندو څخه استعفا ورکړه، او په راتلونکو ټاکنو کې د شرکت لپاره یې خپل ځانونه رسما کاندید کړل.
ویل کیږي چي نن ددوشنبې په ورځ به د ټاکنو کمیسون ته وړاندي شوې اسناد وارزول شي، او په راتلونکو ۱۲ ورځو کي به د کاندیدانو لومړی لیست را وایستل شي.

هغه کسان چي خپل اسناد یې د ټاکنو کمیسون ته سپارلي، د نومومبر تر یولسمي نیټي پوري کولای سی چي خپل د پریکړي څخه پر شا شي، او یا د بل کاندید په حق کي تر خپل نوماندۍ تیر شي، او د نومبر په ۱۶ به بیا وروستۍ لیسټ راوزي چي د هغه وروسته به بیا څوک نه شي کولای چي بل کاندید ته خپل تر نوماندۍ تیر شي.
د راتلونکي کال د فروري پر دوهمه به د پوره دوه میاشتو لپاره رسما کاندیدانو ته د کمپاین د پیلولو حق ورکړه شي، او د اپرېل پر څلورمه به ټاکني ترسره شي.

لاندي د هغو کسانو لیست دی چي خپل اسناد یې د ټاکنو کمیسون ته وړاندي کړي.

شمارهکاندیدلومړی مرستیالدوهم مرستیال
1عبد الرب رسول سیافاسماعیل خانعبد الوهاب
2ډاکټر عبد الله عبد اللهانجنیر محمد خانحاجی محمد محقق
3عبدالرحیم وردکعبد الاحد افضلیسید حسین انوری
4حشمت غنی احمدزیعبد الله برومندانجنیر محمد عابد
5قطب الدین هلالعنایت الله عنایتمحمد علی سخی زاده
6دل آغا کوهدامنیزلمی همرازتورپیکی عزیزی
7سید اسحق گیلانیذکریا نورزیشیما عصمتی
8فضل کریم نجمیصابر تمکینسوسن حاجتی
9بسم الله شیرمحمد حسن توحیدیاسکندر خان حسین
10ډاکټر اشرف غنی احمدزیعبد الرشید دوستمسرور دانش
11سرور احمدزیډاکټر عبدالرحمنانجنیر قریشی
12حمید الله قادریمحمد عارف بره کیحمیراه حقمل
13سردار محمد نادر نعیمتاج محمد اکبرعزیز الله پویا
14زلمی رسولاحمد ضیا مسعودډاکټر حبیبه سرابی
15داوود سلطان زویاحمد سعیدیکاظیمیه محقق
16قیوم کرزیوحیدالله شهرانیابراهیم قاسمی
17ګل اغا شیرزیسید حسین عالمی بلخیمحمد هاشم زارع
18عزیز الله لودینعباس کریمیجنرال حمید الله رحیمی
19خدیجه غزنویجنرال محمد قاسم فایضیجنرال خیر محمد بارز
20انور الحق احدیحشمت الله مجددیاسماعیل قاسمیار
21هدایت امین ارسلانجنرال خدایدادصفیه صدیقی
22سلمان علی دوست زادهیوسف امین زازیعزیزه رهبان وردک
23ډاکتر فاروق اعظمعبد الغنیاحمد شاه
24نادر شاه احمدزیفیض محمد دقیققدم علی خادم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x