ورزش

افغانستان د نیدرلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۹مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان او نیدرلینډ تر منځ د انټرکانټېنېنټل جام د سیالیو د لړۍ ټیسټ لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې افغانستان سیالې لوبډلې ته په یو اننګ او ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د نیدرلینډ لوبډلې توپ وهوونکو د ملي لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای او په ۱۱۷ منډو يي خپل ټولې ویکټې له لاسه ورکړې.

د نیدرلینډ لوبډلې لپاره سیلار په ۷۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۸ ناسوځیدلې منډې جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

په لومړی وار توپ اچونې کې د ملي لوبډلې لپاره دولت ځدران او یمین احمدزی پیاوړې توپ اچونه وکړه. یمین احمدزی پنځه، دولت ځدران څلور او میرویس اشرف یوه ویکټه واخیسته.

ملي لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې د حشمت الله شهیدې، رحمت شاه، میرویس اشرف او ناصر جمال غوره توپ وهنې سره خپل ټولې ویکټې له لاسه ورکولو وروسته ۳۱۲ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره حشمت الله شهیدې په ۱۸۴ توپونو د ۱۰ څلوریزو په مرسته ۸۳، رحمت شاه په ۱۰۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۱، ناصر جمال په ۷۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳ او میرویس اشرف په ۶۴ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د نیدرلینډ لوبډلې لپاره رېپن تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. رېپن خپل ۲۴.۵ اورونو کې ۷۹ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې واخیستې.

د نیدرلینډ لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې بیا هم له ځانګړو منډو جوړولو پرته د ملي لوبډلې د توپ اچوونکو ښکار شول. نیدرلینډ لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې د رېپن غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

د نیدرلینډ لوبډلې لپاره رېپن تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. رېپن په ۱۲۶ توپونو د ۱۲ څلوریزو په مرسته ۸۰ منډې جوړې کړې او د ظاهر خان په توپ يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

دوهم وار توپ وهنې کې د ملي لوبډلې لپاره ظاهر خان څلور، دولت ځدران درې او محمد نبي او میرویس اشرف یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x