نظــر

آو آی سي ( د بېغيرتو خلګو بېغيرته اتحاديه )

ليکوال:زلمی صاحبزاده

کله چې په کال ۱۹۶۹ ء  کې يهودو مسجد اقصی ته اور ورته کړ او د دې پيښي وړاندي اسرائيلو په ۱۹۶۷ء کې په مصر ، شام او اردن يرغل وکړ او د دې يرغل په نتيجه کې اسرائيلو ددې هيوادو پنځه سیمي قبضه کړې په ياد جنګ کې اروپايي اتحاديې په ښکاره ډول د اسرائیلو ملاتړ وکړ نو يادو پيښو عرب هیوادونه  سره متحد کړه .

نتيجه : عربي هیوادونو د نورو اسلامي هيوادو سره د يو داسي تنظيم جوړولو پرېکړه وکړه چې د مسلمانانو د حقوقو دفاع وکړي.

په کال ۱۹۶۹ء د سېپټمبر په ۲۲ نيټه د اسلامي هيوادو مشرانو د مراکش په پايتخت رباط  د (او آی سي ، آرګنائزيشن آف اسلامک کانفرنس ) بنياد کېښود او دې تنظيم پنځه لوي مقاصد درلودل :

۱:د مسلمه امت اتحاد

۲:د اسلام دفاع

۳:د اقوام متحده پر منشور عمل

۶:د مسلمه امت آزادي

۵:په دنيا کې د امن کوښښ

د افغانستان په شمول ۵۷ هیوادونه ددې تنظيم غړي دي ، د دې تنظيم غړي هيوادونو او وسايلو ته په کتو سره دا تنظیم باید د اقوام متحده وروسته تر ټولو لوی او طاقتور تنظيم وای  خو بد بختانه دا تنظيم د اسلامي هيوادو مسايل څه چې تر اوسه يې خپل ځان هم په چا ندی منلی.

يو غربي دانشور وايي : د بېغيرتو خلګو تنظيم د خپل مشکلاتو د حل پر ځای خپل مشکلات نور اضافه کوي.

د څو کانفرانسونو سېوا دې تنظیم تراوسه هیڅ نه دي کړي ، دا وخت په اسلامي نړۍ له هري خوا يرغل دی تاسي یي د افغانستان څخه شروع کړئ ! د کال۲۰۰۱ څخه په لکونه افغانان د امریکا په وحشي یرغل کې شهیدان شوي ، ټپیان شوي او په لکونه نور داخلي هجرت یا له هیواد څخه د باندي هجرت ته مجبور شوي لیکن او آی سي تر اوسه ددې ظلم په وړاندي هیڅ رد عمل ندی ښکاره کړئ .

همدار راز فلسطين د اسرائيلو له لوري د ۲۲ عرب ملکونو په منځ کې قبضه دی او هره ورځ ددې هيواد ښځي ، کوچنيان او لويان په شهادت رسول کيږي خو په اړه يې د او ار سي له لوري هيڅ غبرګون نه ليدل کيږي ، ويل کيږي په اوسط ډول په فلسطين کې هره ورځ لس تنه په شهادت رسول کيږي .

د کشمير لانجه په ۱۹۴۷ م کال کې پيدا سوې تر اوسه له ۶۰ زره نه ډېر مسلمانان د هندوستان غاصبو پوځونو په شهادت رسولي ، له تېرو ۲۷ کلونو رانيولې تر اوسه ۷ لکه هندوستاني پوځونه د کشمير د مظلومو مسلمانانو په عزت لوبي کوي .

په بوسنيا کې لا تر اوسه ډليز قبرونه موندل کيږي ، سره بانو د بوسنيا ۶۰ سلنه خاوره لاندي کړه او ۳۰ زره مسلمانان يې په شهادت ورسول .

روسي پوځيانو په خپل پوره توان او طاقت سره پر چيچنيا حمله وکړه او په يوه کال کې يې د ۳۰ زره نه ډېر مسلمانان په شهادت ورسول او دا خو د روسانو خپله خبره ده چې ويل به يې موږ به له چيچنيا نه د نړۍ تر ټولو لويه هديره جوړوو .

خو او آی سي د غفلت په خوب ویده ده پر ځای د دې چې مرسته ورسره وکړي برعکس پاکستان ٬ سعودي او کویټ د چیچنيا د مجاهدینو پر هر ډول کارونو بندیز ولګوی او د پاکستان حکومت چې د او آی سي له خاصو غړو څخه دی په اسلام آباد کې یې چیچن مجاهد زهلم خان له نيولو وروسته زندان ته ولېږی .

که لاړ شو عراق ته ، په ۱۹۹۰ م کې د عراق او کويټ تر منځ جنګ ونښتی حال دا چې دواړه هيوادونه د او آی سي غړي هم وو خو او آی سي د تماشه کوونکي په څېر چپ پاته او ننداره يې کول .

له دې وروسته په ۲۰۰۳ م کال کې امريکا پر عراق يرغل وکړ په لکونو مسلمانان يې شهيدان کړل ، د زرګونو ښځو عفتونه يې لوټ کړل لوی او څرګند مثال يې د تکريب فاطمه ده چې ټولي نړۍ هغه مهال پر امريکايي پوځيانو لعنت وايه خو هم هغه وخت او آی سي ددغه پوځ ملاتړې وه .

د کفر دا د ظلم لړۍ لا هم روانه ده ما صرف د يو څو مثالونو يادونه وکړه د مسلمانانو ۶۵هیوادونه په واسط یا بالواسط د کفري نړۍ تر ظلم لاندي دي تاسي یقین وکړئ که دا هیوادونه په یوه اتفاق د دې غاصبو هیوادونو بائیکاټ وکړي نو د دوی ټول نظام به ودروي ځکه دا  ۵۷هیوادونه پر داسي کرښو پراته دي چې د دوی د اجازې پرته هیڅ بحری بېړۍ نشي تېرېدلای.

د دنیا د انرژۍ تر ټولو لویه ذریعه اوس مهال تېل دي هغه تیل هم ټوله د دغه هیوادونو سره دي ، یقین وکړئ ! یوازي په یوه میاشت کې به دا بائیکاټ د ټولي نړۍ ریښې ولړزوي . . .  خو افسوس !! دا چې د دې  کار لپاره ایماني غیرت په کار دی ليکن دا ټوله د هغه څخه خلاص دی.

حضرت امام غزالي رحمه الله  فرمايي : سل خچران (( غاتري)) که سره یو ځای شي هم یو آس نشي پیداکولای .

نو او ای سي هم داسي یو تنظیم دی که یی عمر ۴۷ کاله شي او که ۱۴۷ کاله دا به یو لس کانفرانسونه وکړي او یو پنځه قرار دادونه به وکړي نور به یې هیڅ نتیجه نه وي او برعکس د مسلمانو هیوادونو د مشکلاتو یو لوی لامل به هم دا دوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نويد ازاد

ماشاءالله! د مسلمانانو له حاله خبرونکي لیکنه وه، باید هر څو کي يې په غور ولولي. الله دي صاحبزاده صاحب ته اجرونه ورکړي، لومړی لیکنه يې داسي ښکاري لکه کوم پوهاند چي له کرکتني وروسته نشر ته سپارلي وي. د لا نورو لیکنو په انتظار

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x