
خانشين کې د سرحدي لېوا د دوهم کنډک درستيزوال وژل شوی
نن ټکی اسیا (يکشنبه ،زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل):وړمه شپه شاوخوا ۱۱ نيمي بجې طالبانو د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ مرکز او امنيه قومنداني له جګړې وروسته تر خپل ولکې لاندي راوسته.
د خانشين ولسوالۍ د سقوط په موخه ترسره شوې جګړه کې زياته مرګ ژوبله را منځته شوه.
د هلمند د سرحدي لېوا دوهم درستيزوال (( توريالی آزاد )) د خانشين په جګړه کې وژل شوی.
د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي : د هلمند د سرحدي لېوا د دوهم کنډک درستيزوال لومړی څارن توريالی آزاد تېره شپه د خانشين په عملياتو کې وژل شوی.
په ټولنيزو شبکو کې ځينو آزادو خبريالانو د نوموړي وژنه تائيد کړې خو حکومتي چارواکو يې لا په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي چې طالبانو وروسته له هغه د خانشین ولسوالي ونیوله چې د هلمند والي تازه په دغه ولایت کې د طالبانو د کمزوري کېدو خبر ورکړ.
پاته دي نه وي چې د خانشين په جګړه طالبان او افغان حکومت دواړه لوري يو بل ته د دروند ځاني او مالي زيان ادعاوي کوي .