شعـــــرونه

پاکستان که افغان

 

جهاد مل

دا ظلمونه مي خپل ځان راباندې کړي
غماز نه دي خپل جانان راباندې کړي

دا چي نن په خپلو وينو زندګي کړم
پنجاب نه دي خپل افغان راباندي کړي

غیرتي وم خو نن ټېټي سترګې ګرځم
مجبورۍ او خپل وجدان راباندې کړي

دا چي نن ورپسي سم لیونی ښکارم
ستړي ژوند او خپل ارمان راباندې کړي

دا ظلمونه هم د دوی په خوښه نه دي
د یو چا په اجازه نن پاکستان راباندي کړي

د کرار ژوندون لټون مو نصيب نه شو
دا هرڅه ستړي ګزران راباندي کړي

وحشتونه به مي ختم شي په کور کي
خیر که دا غربي شيطان راباندي کړي

جهادمل ښه په پرې پوهیږم غلط نه یم
حملې خپل د کور انسان راباندي کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x