شعـــــرونه

غزل: نصيب رحماني

نصيب رحماني

چارچاپیره مې په خیال کې ځړه وولی
یو تصویر مې په دیوال کې ځړه وولی

سمندر ده او کبانو سره ژوند ده
ماشوم زړه مې ورته جال کې ځړه وولی

موده کیږي چې په خاوو کې سپیره ده
یو کتاب مې په دسمال کې ځړه وولی

په ژوندون له پورې کلي چا شړلي
مسافر مړي یجچال کې ځړه وولی

ازادۍ که ته په دغه لاره راغلې
رحمانی درته سر ډال کې ځړه وولی
ـــــــــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x