شعـــــرونه

غزل: فتحان حنفي

فتحان حنفي

چې پاک الله درسره مل وي نور غم به نکړې
ستا به پرې پوخ یقین تکل وي نور غم به نکړې

د محمد عربي پوخ امتي شه ګرانه
بیا که پوره دې مرګ اجل وي نور غم به نکړې

لکه خلیل له سرو اورونو نه وېره مکړه
که به هر څومره درته بل وي نور غم به نکړې

ها رود نیل به درته تل تل یو لار درکوي
چې دموسی په پل دې پل وي نور غم به نکړې

درته به پڅې شې چاړې ټولې، نه به دې خوري
د اسمعیل دې توکل وي نور غم به نکړې

که نواله شوې د ماهي د یونس په شانې
صبر به کړې دا به ازل وي نور غم به نکړې

که شکنجه شوې د مظلوم خوږ بلال غوندې ته
درته ابد به دې ګل ګل وي نور غم به نکړې

جنت راحت او په آسرات کې چې نه دی نغښتی
په لوږو تندو کې به تل وي نور غم به نکړې

ددې دنیا ستړو سختو کې بقا پرته ده
درته به ستر نعم البدل وي نور غم به نکړې

ژوند دې د خپلو ښو اجدادو په څېر تېروه
فتحان به دي هم تل وصل وي نور غم به نکړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x