نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۰ برخه)

تور وچ نری، او لوړ قد، غار غار سترګې! دوه ګوتې تور مخ! او بیا یې پیکی هم پرې را خوشې کړی و، ما ویل الله جل جلاله د داسې ناولي کار لپاره دا ډول ناولی انسان پیدا کړی. هر چا چې لیدلی وای، نفرت به یې ترې کېدو، نوموړی دڅو کلونو راهیسې همدلته په همدې جزايي خونه کې پروت وو، د پوښتنې ځای دا و چې آخر دا کس خو د حکومت لپاره دومره لوی کار کوي، هغه بندیان چې د شپو شپو تعذیبونو په نتیجه کې اعتراف نه کوي، وهل، ټکول، ځړوندېدل، خوله او پزه ماتېدل، لاسونه او پښې فلج کېدل،

آن ماغزه خرابېدل ټول مني خو اعتراف نه کوي، له دې ټولو را تېر شي، په دوسیه کې یې څه نه وي، خو د حکمت الله خونې ته یې چې ور ولېږي، د څو لحظو په ترڅ کې ټول حال ترې زده کړي، او سبا د تحقیق په جریان کې ددې پر ځای چې دی څارنوال ته خپل حال ووايي، څارنوال هر څه له ده مخکې په داسې توګه ورته بیان کړي چې په هېڅ ډول انکار نشي ترې کولی. نو دا ډول مهم کس خو باید ډېر نازول شوی وای! ډېر قدر یې کېدای! دا چې له دې ټولو سره سره یې بیا په جزايي خونو کې اچولی! بالکل د پوښتنې ځای و!
د نوموړي په اړه ویل کېدل چې دا هغه کس دی چې د ننګرهار په هسکه مینه کې په واده باندې بمبارۍ کې یې لاس درلود، دا هغه جنایتکار و چې امریکایانو ته یې راپور ور کړی و چې د واده په مراسمو بمباري وکړي! کله چې بندي شو، امریکایانو ډېر کوشش وکړ چې خلاص یې کړي، مګر و نه توانېدل! داسې هم ویل کېدل چې دا کار کرزي په خصوصي ډول کړی، دغه کس کرزي بندي کړی! امریکایان غواړي خلاص یې کړي خو کرزی یې نه پرېږدي! دا هسې آوازه وه! نور والله اعلم.
  خو نورو کسانو بیا ویل چې دا کس ځکه له جزايي دهلیز نه نه وباسي چې دلته ډېر ښه خدمت کولی شي، دلته بل څوک داسې کار نشي کولی، په نورو دهلیزونو کې داسې بندیان ساتل کېدل چې تحقیق به یې خلاص و، یوازې په جزايي دهلیز کې هغه کسان ساتل کېدل چې تحقیق به یې نه و ختم، کله به یې چې تحقیق ختم شو، بیا یې نورو دهلیزونو ته بیول، او بل دا چې کله به بندیان راوستل شول نو لومړی به جزايي دهلیز ته بیول کېدل، له هغه وروسته به بیا نورو دهلیزونو ته انتقالیدل، دی یې ځکه په جزايي دهلیز کې ساتلی تر څو هغه بندیان چې لومړی راوستل کېږي او کارمندان وغواړي چې له ده سره یې په خونه کې واچوي چې په لومړي سر کې معلومات ترې تر لاسه کړي. او زراجم یې هم قصدا له همدغه ناولي سره په خونه کې اچولی و، تر څو معلومات ترې تر لاسه کړي.
 او ځینو بندیانو ویل چې پلچرخي ته یې ځکه نه بیايي چې هلته ټول بندیان داسې ورته پاخه دي چې که په ګوتو ورشي خام به یې وخوري، دوی ویل چې یو بل جاسوس هم و، کله یې چې پلچرخي ته بیولی و، مخکې له دې چې خپل ټاکل شوي ځای ته ورسېږي، ځینو بندیانو د ننه په بلاک کې لیدلی و، سمدستي یې هملته د وهلو شروع پرې کړې وه، وايي داسې یې وهلی و چې له همغه ځای نه یې روغتون ته بوتلو.
اوس هم که دغه ناولی هلته بوزي بندیان به یې غوښې په ګوتو وشکوي، ځکه چې ډېر داسې بندیان شته چې همدی یې د کلونو کلونو بند سبب شوی دی.
  څو میاشتې وروسته، په یو بل دهلیز کې په یوه خونه کې یو دوه کسان را سره شول، یو ځوان و، هغه بل بیا تر ځوانۍ یو څه ور اوښتی و، دروند سړی و، ځوان د فراه ولایت اوسېدونکی و، او حاجي صیب د کونړ اوسېدونکی، د دوی دواړو په اړه یوه یوه خاطره لرم چې بیا به یې در سره شریکه کړم.
   دغو دواړو کسانو ویل چې حکمت خو مونږ سم کړ! ما ویل څه ډول؟ تاسو په یوه خونه کې ور سره وئ؟ وايي هو! سمه بدماشي یې شروع کړې وه، څوک یې تلاوت ته نه پرېښودل، په جماعت سره لمانځه ته یې څوک نه پرېښودل، نور د خوراکي شيانو په اړه مونږ جنجال نه ور سره کولو ، خو د لمانځه اوتلاوت په سر مو جنګ ور سره وکړ، آخر یې مونږ بلې خونې ته ترې بوتلو!
هغه ورځ هم راورسېده چې له جزايي دهلیز نه یې وایستو، ماسختن و، په دهلیز کې شور ماشور شو، ملګرو ویل تبدیلي ده، له جزايي دهلیز نه تبدیلي معمولا د شپې له خوا کېدله،  زمونږ د خونې نوبت راغی، دروازه یې خلاصه کړه، په دې وخت کې په خونه ۹ کسان وو، دوه کسان یې پرېښودل نور ۷ واړه یې ترې را وایستلو، له جزايي دهلیز نه یې چې وایستو، چپ لاس ته لویه پنجره یې دروازه وه، یو لوری یې خلاص کړی و، مونږ یې ور دننه کړو، په دې دهلیز کې اوه خونې وې، څلور په یوه خوا کې او درې په بله خوا کې، په یوه لوري کې یوه د باشیانو خونه وه، په بله کې تشنابونه او حمامونه وو، دوه د بندیانو لپاره وي، او په دا بل لوري کې بیا درې واړه دبندیانو لپاره وې، خو هغه یوه پکې لویه او اوږده وه.
 مونږ اوه کسان یې دوه دوه په خونو سره وویشلو، زه او یو بل ملګری چې آن له ریاست ۹۰ څخه زما ملګری و، دواړه یې د تشنابونو تر څنګ خونې ته ور وستو، دواړه سخت خوشحاله شوو، مونږ ویل ځه بیا سره یو ځای شوو، امید دی چې یو ځای سره خلاص شوو!  ځکه په ریاست ۹۰ کې هم په یوه خونه کې وو، بیا په جزايي دهلیز کې هم له یو دوه ورځو وروسته سره یو ځای شوو، کله یې چې په جزايي دهلیز کې د ننه بلې خونې ته تبدیل کړو هلته هم دواړه یو ځای وو، او دلته یې چې را تبدیل کړو هم دواړه سره یو ځای وو!
 په دې خونه کې چې پنځه په پنځو کې به وه، که به له دې هم یو څه زیاته وه، اتلس کسان شوو، له مونږ مخکې په دې خونه کې څو کسان نور پاتې شوي وو، یو شاړی حاجي صیب وو، یو بل د قندهار یو حافظ صیب وو، دواړه سخت ګپ شپي خلک وو، تر آخره پورې د ټول ملګرو ساعت ور سره تېر وو، او کله یې چې څه وخت وروسته له دې خونې نه دوی بلې خونې ته تبدیلول ټول ملګري سخت ور پسې خپه وو؛ ځکه دوی د ګپ شپ تر څنګ کلک د ملګرۍ او انډيوالۍ خلک وو. حاجي صیب یې په دې تور راوستلی و چې ګواکي جعلي پیسې ور سره نیول شوې وې، او ده ویل چې له ما سره یې نه دي نیولې، زما په موټر کې یې زما له یو ملګري سره نیولې وې چې زه نه وم پرې خبر! او حافظ صیب خو یې د طالب په تور راوستی و. د قرآن کریم حافظ وو، مولوي هم وو، ډېر ښه او په لوړ آواز به یې قرآءت کولو، آواز مونږ چې کله په جزايي دهلیز کې وو، کله به چې ده لمونځ ور کولو آن هلته به یې آواز راتلو، او ټولو بندیانو ته یې سخت خوند ور کولو! ډېره ښې ښې دعاګانې به یې کولې، آن ځینو ځینو کارمندانو به د دعا غوښتنه ترې کوله! ډېر متقي او خدای پرسته سړی وو! ډېره ښه نوراني بڼه، لوړه او دنګه ونه یې درلوده.
 کله چې دې خونې ته راغلو، داسې فکر مو وکړ چې یو څه آزاد شوو، ځکه دلته د جزايي خونو په څېر خونې تنګې او وړې نه وې، خونې پراخه وې، ملګرو په آزاده توګه ګپ شپ لګولی شوای، په زوره یې خندلی شوای، تر ټولو مهم یې دا و چې ځای ښه پراخه وو، که څه هم چې بیا وروسته د یو څو ورځو لپاره یې نور کسان هم راوستل چې له هغوی سره ځای تنګ شو، خو کله چې ځینې کسان آزاد شول بېرته ځایونه یو څه پراخه شول!
خو په دې دهلیز کې هم همغه پېرړې بورې جامې د بندیانو په تن وې، جامې همغه ډول تنګې وې، د ریاست ۹۰ جامې هم تنګې وې، خو په هغو کې یو کمال وو چې ډېرې سختې کلکې او ټینګې ګڼدل شوې وې، په هېڅ صورت یې د څېرېدو امکان نه و.
خو د ریاست ۱۷ جامو د نورو کمیو تر څنګ لویه ستونزه دا لرله چې یو خو تنګ وو، او بل ډېر نازک وو، خصوصا پرتوګونه یې، او د هغه مشکل دا و چې په دوه ورځو کې به وشکېدل! او هغه خطرناک ځایونه به یې شکېدل! ځکه چې ډېر تنګ وو، ډېره ګوزاره به یې چې وکړه نو تر دوه درې ورځو اخوا یې ګوزاره نشوای کولی، ما خپله ډېر احتیاط ور سره کولو خو بیا هم یو درې ورځې وروسته ور سره په جنجال شوم!
په لومړي ځل یې چې کله جزايي خونو ته بوتلم، ګورم چې ځینو کسانو تر ملا ښکته څادر او دسمالونه تاو کړي دي، زه نه پوهېدم چې دا ولې، خو لږ وروسته ملګرو ټوکې سره پیل کړې، یو او بل ته به یې ویل چې سړیه ستا پرتوګ ډېر څېرې شوی، هغه بل به ویل نه ستا ډېر څېرې شوی! یو په بل به یې ټوکې کولې!
دلته هم همغه ستونزه لا روانه وه، بیا به مو چې ورته وویل چې نورې جامې راوړئ، هغه به یې زر نه راوړلې! که به یې راوړې هم یو دوه ورځې به مو چې واغوستې بیا به یې پرتوګونه څېرې شول! سخت تنګ وو، په ځانګړي ډول هغه ملګري به ډېر په تکلیف وو چې یا به لوړ وو، او یا به پنډ ! هغوی غریبان به جګېدای نشوای، ځکه لمنې یې هم لنډې وې! لنډه دا چې له یوې مخې بې شرمي او بې حیايي وه، الله دې له دوی نه انتقام واخلي!…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

———-

ددې لیکني نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x