نظــر

دافغان وینه ولي دومره وړیاشوه ؟

داکتوبرپر۵مه نیټه  یرغلګرو ځواکونو دافغانستان  په مشرقي اومرکزي  ولایتونوکي یوځل بیا ولسي  وګړوته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده ، په دې حملوکي هم دپخواپه  شان داستوګني  ولسي  سیمي  تربمونواوبارودولاندي شوي ،کوچنیان اوښځي په کي شهیدان شوي دي .
د خبر ي سرچینو د راپورونو په اساس پرون (داکتوبرپر۵مه) دننګرهارولایت دبهسودوولسوالۍ په سراچه  سیمه کي  دناټوپه هوایې بریدکي پنځه  تنه ولسي  وګړي  چي عمرونه یې د  ۱۴ او ۲۰ کلونوترمنځ ووشهیدان شوي دي ،

همدې کسانو دجلال ابادهوایې  ډګرسره نژدې دمرغیو ښکار کاوه چي داشغالګرو څارګرو الوتکو دمخالفو وسله والو ګومان ورباندي وکړ او له منځه یې یووړل .
دننګرهاردامنیه قوماندانۍ ویاندحضرت حسین اودوالي ویاندعبدلزي دغه پیښه کي یادشوي  ملکي تلفات منلي ، همدارنګه ددغه  ولایت دپوهني رئیس اصف  شینواري  ویلي چي په وژل شوو کسانوکي  درې تنه یې دښوونځي زده کونکي  دي چي دوه یې سره  وروڼه هم وو. خودځایې چارواکو دذکرشوو تائیدونوسره سره یرغلګرودتېرپه څېرادعاکړې چي په دغه بریدکي یې  مخالفین !!  له منځه وړي دي.
همدارازپه یوه بله غملړلې  پیښه کي بیاچي دمیدان وردګ ولایت دچیک ولسوالۍ دنیک پای کول په چمړې کلي کي رامنځته شوې اووه  تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي، دسیمه ییزوخلګودویناله مخي یرغلګروځواکونوتېره شپه  دشیراغا په نوم دیوکلیوال پرکورچاپه ووهله ،یرغلګروعسکرو دچاپې پرمهال ددغه کوراووه  تنه غړي دیوې ښځي په ګډون شهیدان کړي ،څلورتنه نارینه اویوه ښځه یې داسیرانوپه توګه  له ځان سره وړي دي.
دمیدان وردګ ولایت ویاندعطاءالله خوګیاڼي منلې چي په دغه سیمه کي دخارجي ځواکونوله لوري پریوکورهوایې بریدشوی خویوازي یې دیرغلګروپه ډزوکي دیوې ښځي ،نجلۍ اویوه ماشوم زخمي کیدل تائیدکړي اونور تلفات یې طالبانوته منسوب کړي دي.
مګردعیني شاهدانو له قوله چي دهمدې  واقعې  ټول قربانیان ملکي  وګړي دي اودغه  بوږنونکې پیښه په داسي حال ،کلي اوکور کي رامنځّته شوې چي نیواکګروعسکرو پکي  دتلاشۍ پرمهال  هیڅ  ډول چاودیدونکي توکي اویاتخریبي موادنه دي موندلي.
اخردافغان ولس سره همداپوښته لاځوابه  پاته ده چي ایاافغانان انسانان نه دي ؟ که نړیوال په رښتیا مني چي افغان هم بشردی  نه ولي یې خپل عسکرلکه لیوني سپي اووحشي ځناور زموږ په ښارونواوکلیوکي خوشي کړي په نیمه شپه دخلګوپه کورنوورننوزي ،دورازې یې ورماتوي ، سیني یې په مرمیوغلبیلوي  اویاحداقل دماشومانوپه مخ کي یې دپلارپه سرتوري کڅوړي وراغوندي،   لاسونه یې ورتړي ،په روحي توګه یې تعذیبوي اوپه کلونوکلونویې په وحشي  زندانونوکي ساتي ؟!
دافغانانو وینه  ولي دومره وړیاشوه چي یوازي اویوازي دشک اوګومان په اساس بې دریغه بهیږي اوبهیږي ،څوک یې چي ځان دافغانستان په روانه کشاله کي بې طرفه اومنصف ګڼي دښکاره عاملینو دنیولواومحاکمه کولوڅه چي دولي پوښتنه هم نشي کولی !.
نه دبشردحقونوسازمانونو ،نه دخبریالانوداتحادیو اونه هم دمدني ټولنوله لوري په د ې اړه یوه اعلامیه  خپره شوه اونه یې هم دمخنیوي په منظورکومه ناسته دایره شوه.داولي ؟
ځکه چي همداذکرشوي پروژې اوشعارونه  صرف  دښکېلاک دسلطې اوپایښت لپاره رامنځته شوي نه دولسونواوقشرونودحقونو ترلاسه کولوپه موخه ،په کومه قضیه کي که داستعمارګته وه همداجوړښتونونه به نیم نیم ګزژبي راوباسي ،دبشربشرچیغي  به وهي دعدالت دتامین نارې به یې غوږونه  کڼوي ،خوپه کوم څه کي که داستعمارتاوان وواویایې ګټه پکي نه وه  بیانونه بشرشته اونه یې حق ،نه عدالت شته اونه انسانیت،  فقط دخپلوخواهشاتواوهوسونوپاللوته لومړیتوب ورکوي،  لکه په افغانستان چي دیرغلګرواودهغوی دداخلي ملګرودمظالمواووحشتونوپه اړه چي  ټولوبې طرفه !! ټولنوپه یوه سلادګونګي خولې روژه پرې نیولې ده.

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x