نظــر

پښتون قوم ولې په چیغو دی؟

سیف الرحمن منګل

اشغال ګرو او د ښکېلاک کړۍ انګریز، سل ګونه کلونه وړاندې اسیا کې د خپل ځان د دایمي حضور او خپلو موخو ته د رسیدو په پلمه، د پاکستان بنسټ کېښود چې ترننه یې د یو لاسپوڅي او یواځې په نوم خپلواک پاکستان په ډول د خپلو موخو او اهدافو په پار څرخوي. نه یوازې پاکستان بلکې د منځنۍ اسیا ډیری هیوادونه یې د خپل نفوذ ساحه ګرځولې او انګریزانو دا مشاهده کړېده؛ لوی افغانستان چې د لویو امپراطوریو سیمه ده څنګه وکولای شو چې دا ملت پخپلو کې سره راښکېل کړو او کوم څه د دې سبب کیدای شي چې ترمنځه یې د اور سره کرښه راکش شي تر څو زموږ پر وړاندې په خنډ بدل نه شي او ښکېلاک پدې پوهیده، چې پدې سیمه کې داسې زمریان تېر شوي او لا هم موجود دي،  چې که را ویښ شول زموږ د کلونو، کلونو جوړشوي استعماري پلانګذاري به تس،نس کړي. نو بلاخره پدې سلا شول چې په پیل کې لر او بر پښتون دوه ټوټې کړي ځکه یواځېنی قوم چې د هیوادپالنې ګرمه وینه یې په جوش کې ده هغه همدا ځېږ پښتون دی؛ خو د دې ترڅنګ په دغه قوم کې داسې کاذب او کثیف هم شته چې د قوم د نوم څخه په استفادې خپله خاوره پلوري پردي ته د هر ډول لاس وهنې زمینه برابروي؛ او په لوی لاس دا زورور قوم ټوټې، ټوټې کوي.

انګریزانو ولې ډیورند کرغېړنه کرښه رامنځته کړه معلومه خبره ده چې د هغوی یوه موخه له دې کرښې څخه دا وه؛ چې د پښتون ترمنځ یو درز رامنځته کړي او بېل یې کړي سره اوس دواړو غاړو ته داسې انګېزه ورکوي چې کواکي پرخاوره مو تجاوز شوی او د کرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه لمسوي چې د یو بل په خلاف وجنګیږي پښتون قوم ته په لږ امتیاز ورکولو سره هغوی دې ته مجبوروي چې کډوډۍ ته لار هوار کړي ځکه که په سیمه کې امن او ثبات حاکم شي نو بیا دا شته واټن له منځه لاړ شي نو بیا خو ددوی شتون ته هیڅ اړتیا نه پیښیږي دوی غواړي چې اوبه خړې کړي او ماهیان پکي ونیسي.

په نړۍ کې نن پښتون قوم ترهګر دی دوی وایي چې چیرته چې پښتون دی هلته تروریزم دی پښتون هغه د پرون ننګیالی پښتون نن ځانته پښتون نه شي ویلی ځکه بیا خو د ترهګر ټاپه پرې لګیږي اوس اقلا کله مو  پدې فکر کړی؛ چې ولې پښتون قوم ته داسې لقبونه ورکول کیږي ولې پر نورو قومونه دا ټاپې نه لګیږي واضح ده چې پښتونه ستا په وجود کې یو لوی قدرت پروت دی ستا په وینه کې یو غورځنګ په څپو دی ویښ شه پښتونه نن چې وژل کیږي علت یې دا دی چې ستا په دننه کې داسې کړۍ شتون لري چې سر پورته کوې پدې سر به وهل کیږي او پښتونه ستا هر نسل به همداسې وژل کیږي پر سر به دې همداسې سوداوې روانې وي؛ ستا مکتبونه به همداسې به بمو الوزول کیږي؛ ستا بچی به له مکتب محرومیږي پښتونه ستا زوی ورور به همداسې بې ګناه وژل کیږي پښتونه ستا په قوم کې نابغګي له وریه ښکاري نو مه ورکوه پښتونه په خپل کور کې هغه خاینو ملحدینو ته ځای چې ستا له نر دوسترخوان څخه سو استفاده کوي ستا له باشهامته ځوانانو څخه کار اخلي راټول شه په یوه چرګۍ د یوه موټي او متحد قوم په صفت لکه څنګه چې زموږ نېکانو نړۍ ته دا ثابته کړې وه چې پښتون پښتون دی او دا یې په زرونه ویلي چې پښتونه یو شه کنه ورکیږې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x