شعـــــرونه

پيښوره! مدثر همراز

مدثر همراز

که هرڅو په تګ پښیمان یو پیښوره
خدای پامان درنه روان یو پیښوره

د هجرت کوره له تا نه ګیله نه کړو
ګیله من له خپله ځان یو پیښوره

ستا په غیږه کې وحشیانو ځالې وکړي
مونږ به لاړ شو انسانان یو پیښوره

مونږ خو زو اشنا خو ته هم دومره واوره
یو د بل به په ارمان یو پيښوره

په کابل او پیښور کې افغان یو دی
هیر دی نشی افغانان یو پیښوره

قتل زه شوم قتل ته شولی او بیاهم
مونږه دواړه قاتلان یو پیښوره

ستا نیکې به تر ابده هیره نه کړو
له ولس نه دی قربان یو پیښوره

مونږ به زړونو کې همیش سره همراز یو
یو وجود مسلمانان یو پیښوره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x