افغانستان

جرمني پوځيانو په کندز کې یوه مهمه پوځي اډه تخلیه کړه

05467743 400

دهیواد په شمالي ولایت کندز کې دالمان هیوادځواکونو خپله یوه مهمه پوځي اډه خوشې کړې او واک یې دافغان ملي اردو عسکرو ته سپارلی. دجرمني دفاع وزیر تیره ورځ په یوه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ، وویل ،دالمان هیواد دپوځیانو ماموریت نور په کندز ولایت کې پایته ورسید،

ددوئ دپوځیانو ماموریت به نور یوازې دمزار شریف ترمرکز پوري محدود وي.

ډیری پوځي شنونکي په دې اند دې چې الماني پوځیان په کندز کې دطالبانو دفشار اودجرمني پوځیانو پر مرکز او پوځي قطارونو سختو حملو دې ته مجبور کړل چې له دې خطرناکې سیمې خپل عسکر تروخت مخکې وباسي.

په لومړیو وختونو کې چې جرمني پوځيان په کندز کې میشت شول ،دکندز په ښار او اطرافو کې به بې وسلې په خوندي توګه ګرځیدل ، خو وروسته دطالبانو شدیدو بمي حملو او سرښندونکو بریدونو سخت وویرول او ترخپلو مرکزونو محدود شول.

تر دې وړاندې دبغلان په ولایت کې هم جرمني عسکرو (دشمال څارنې پوستې )په نوم خپل یو پوځي مرکز چې ۲۰۰ سرتیرې پکې میشت وو، پرېښود او په بلخ ولایت کې خپلې سترې اډې ته انتقال شول.

دجرمني شاوخوا ۴۰۰۰ پوځيان په افغانستان کې میشت دي ۹۰۰ تنه یې په کندز او پاته نور یې په بغلان او مزار شریف کې خپل پوځي ماموریت سرته رسوي. درسمي شمیرو لمخې تردې دمه دجرمني هیواد ۵۴ تنه پوځیان وژل شوي.

دبهرنیو عسکرو په وړاندې دهیواد په مختلفو برخو کې ورځ تربلې طالبانو مقاومت زیاتیږي ،طالبان اوس دهیواد په شمال کې چې ترجنوب نسبتا ارام بلل کیده، هم زیات پیاوړي شوي ، هره ورځ له دغو سیمو نه دجګړې او بهرنیو او کورنیو عسکرو ته دمرګ ژوبلې داوښتو راپورنه ورکول کیږي. تیره اوونۍ طالبانو دبدخشان په ولایت کې یوه مهمه ستراتیژیکه ولسوالۍ (کران ومنجان) ترخپلې ولکې لاندې راوسته ، د وروستیو معلوماتو لمخې یاده ولسوالې اوس مهال دطالبانو په لاس کې ده . دطالبانودحملو زیاتیدل اوفشار ددې لامل شوی چې دهیواد له مختلفو برخو نه بهرنیو ځواکونو خپلې پوځې اډې او قرار ګاوې ایستلې او عسکر یې نورو نسبتا خوندي مرکزونو ته منتقل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x