نظــر

امريكا په افغانستان كې د اوږدو شپو ميلمنه

ف، فايض

كه چېرې سړى د استعمار د اهدافو پر جزئياتو ډېر ونه شي پوهېداي، خو پر عمومياتو يې پوهېدل چندانى ستونزمن كار نه دى، انګريز چې څه كړي، فرانسويانو چې څه كړي يا نورو استعمارګرو اروپايي هېوادونو، شوروي او دادي تر دويم نړيوال جنګ را وروسته چې استعمارګره امريكا په كومه څېره كې را څرګنده شوې دا معلومي خبرې دي.

يو وخت و چې زموږ هيأتونه په امريكا ته تلل، صدراعظمان به تلل، د بهرنيو چارو وزيران به تلل خو امريكا به يې سلام نه اخست. د داوود خان د عظمى صدارت پر مهال چې ريچاردنكسن چې هغه وخت د امريكا د ولسمشرۍ مرستيال و كابل ته راغى، افغان حكومت په شهرنو كې اوسنى انصاري واټ د هغه پر نامه ونوماوه او له هغه نه وغوښتل شو چې افتتاح يې پر خپلو لاسو وكړي او دغسې هغه ته ځانګړي افغاني سوغاتونه هم تهيه كړاى شوى وو؛ خو هغه چې امريكا ته ستون شو، د افغانستان او افغانانو په باب يې ډېرې ستغې سپورى وويلى او افغانان يې يو وحشى قوم معرفي كړ. د هغه علت دا ويل كيږي چې يو شمېر روس پلوه عناصرو د روسانو په اشاره د هغه پر وړاندې يو عكس العملي حركت وكړ او ان چې د هغه موټر يې په هګيو وويشت، خو دا هسې بهانه شوه او كه نه تر هغې د مخه د افغان چارواكو بيا بيا مراجعې هم امريكا دې ته ونه هڅولاى شوه چې افغانستان ته د دوستۍ لاس راوغځوي. هغه مهال د افغانستان او پاكستان تر منځ د پښتونستان پر مساله سوړ جنګ ښه په زوركي و، پاينده خان، توكل خان او شاه پسند خان چې دا دريواړه مستعار نومونه وو، پيښور را د يو ټيكه كړې وه او همدارنګه به افغانستان د پښتونستان په خپرونه كې په پاكستان پسې خپرونې كولې او د دواړو هېوادو اړيكي ډېر ترينګلي وو.

كله چې امريكا، افغانستان ته د دوستۍ لاس ورنه كړ، داوود خان ځان مجبور وليد چې يوه لويه جرګه راوغواړي او دا موضوع ورسره مطرح كړي، لويې جرګې حكومت ته صلاحيت وركړ چې له هره ځايه وي وسله و پېري او ځان مسلح كړي. داوود خان پر مسكو ورمنډه كړه او روسانو هم چې له خدايه همدا شېبه غوښته له واره يې د داوود غوښتنو ته هركلى ووايه، سم له واره يې سل مليارده ډالر پوره وركړل چې داوود خان د دوه پنځه كلنو پلانونو په اړه ترينه كار واخست چې لومړى يې عملي شو او دوهم يې دده په استعفا سره بې تطبيقه پاتې شو. روسانو هم د دويم نړيوال جنګ وسلې او ټانكونه ترميم او رنګ و روغن كړل او پر افغانستان يې وپلورل، هغه مهال جنرال عارف خان د دفاع وزير و، وروسته د ثور د اوومې نېټې په كمونستي كودتا كې د همغه عارف خان زوي معلومه شوه چې د خلق دموكراتيك ګوند فعال غړى دى او په كودتا كې يې هم فعاله برخه واخسته چې د كودتا په دوران كې ووژل شو چې بيا يي كمونستي كودتا نادريې لېسه د هغه (عمر شهيد؟) په نامه كړه. كه چېرې د داوود خان اټكل دا و چې روسان به د پښتونستان په مسأله كې د پاكستان پر وړاندې له ده سره كومك وكړي دا دده يوه سياسي تېروتنه وه؛ ځكه د باوري سرچينو په وينا چې روسان له دې مسالې نه په ويره كې وو او پردې عقيده وو چې كه دلته د افغانانو حق جوت شي د هغو ټاپو ګانو په اړه به چې د جاپان او روس پرې لانجه ده، د جاپانيانو حق ثابت شي. البته جاپان او روس يو ځل ددې ټاپو ګانو پر سر جنګيدلي هم وو چې روسانو په كې ماته وخوړه خو لانجه پر ځاى پاتې شوه.

تركومه چې د امريكا خبره ده كله چې تر دويم نړيوال جنګ وروسته د برتانوي هند كيسه ختمه شوه او انګريزان له هنده ووتل، خو د پاكستان په نامه يې يو نوى هېواد هم جوړ كړ، پاكستان پردې سربېره چې له انګليس سره نژدې اړيكي پالل، د امريكا دوستۍ ته يې هم غېږ پرانسته، امريكا په دويم نړيوال جنګ كې ښه وځلېده او انګليس يې چې تردې مهاله د نړۍ لومړى درجه نظامي قوت بلل كېده شاته پرېښود. پاكستان د روسانو پر وړاندې، امريكا ته د پېښور په بډه بېره كې پوځي اډه وركړه، امريكا له همدى ځايه د روسانو نقل و حركت څاره، تردې چې دا مسأله افشا شوه او پاكستان هم مجبور شو چې دا اډه وتړي.

تر كومه وخته چې پخواني شوروي ژوندى و، امريكا هغه په نړيواله كچه خپل لومړى درجه دښمن ګاڼه او بيا چې د كمونيزم بلاك د ويتنام په جنګ كې د ويتنامي ولس ننګه وكړه او امريكا هلته شرميدلې ماته وخوړه او تر اوسه پورې يې هغه ټپ نه هيريږي چې په ويتنام كې يې وخوړ، نو كله چې شوروي پر افغانستان د نظامي تجاوز تيروتنه وكړه، د امريكا تبر لاستى پيدا كړ او د افغان مجاهدينو تأیيد يې وكړ؛ خو كله چې په افغانستان كې د روسانو ماتې يقيني شوه، امريكا د مجاهدينو د پښو پر وهلو شروع وكړه، په لومړي سر كې يې د مجاهدينو هغه نيم او نيم بنده حكومت هم په رسميت ونه پيژاند نه يواځې امريكا چې ټول غرب، د مجاهدينو په دوره كې د غربيانو د سفارتونو دروازې تړلې وې، بيا د طالبانو په وخت كې هم همدا وضع وه؛ خو كله يې چې افغانستان ته د راتګ نيت وكړ، بيا يي د ۹\۱۱ پېښى را منځته كړې او دا بهانه يې لاسته راوړه چې دا كار القاعده كړى او د القاعده مشران په افغانستان كې دي، نو ځكه يې د القاعده د كوربنو د حكومت د رانسكورولو اراده هم وكړه، اصلاً طالبان هم د حكومت جوړولو له پاره نه وو رامنځته كړاى شوي، خو ښايي هغوى به دا ګومان كاوه چې موږ مستقل يوا وكولاى شو په مستقلانه توګه دلته يو اسلامي نظام جوړ كړو.

په هر حال كله چې امريكا افغانستان ته راغله زما په ذهن كې همغه وخت دا خبره راغله چې امريكا له افغانستانه د وتلو اراده نه لري. همداسې وشول، كله چې امريكا پر افغان چارواكيو د امنيتى تړون لاسليك، تحميل كړ چې دا د شرم قرعه د ډاكتر اشرف غني او ډاكتر عبدالله په نامه وخته؛ نو معلومه شوه چې امريكا به دلته د اوږدې مودې له پاره پاتې وي، لكه چې د پنځوسو كالو د پاتې كيدو خبره هم د امريكايي چارواكو له خولې راووته او اوس خو د امريكا د مركزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووتل وايي چې دا احتمال شته چې امريكا د دايم له پاره په افغانستان كې پاتې شي (د ويسا ورځپاڼې د ۱۳۹۵\۵\۹ نيټې ګڼه) همدارنګه د ويسا د يادې نيټى ګڼه د جنرال عبدالجبار قهرمان په حواله ليكى چې: امريكا په افغانستان كې د توغنديو عصري دفاعي سيستم جوړوي او غواړي په دې توګه د كابل او بګرام امريكايي اډې پرى وساتي.

له افغانستانه د امريكايي عسكرو د وتلو او نه وتلو په اړه د امريكا په تصميماتو كې نوسانات دا ښيي چې امريكا فقط د نړيوالو د اذهانو د غولولو له پاره كله وايي وځم، كله وايي پاتى كيږم، كله د خپلو عسكرو د كمولو او كله د زياتولو خبره كوي، خو ريښتيا خبره دا ده چې امريكا په افغانستان كې د ډېرو شپو ميلمه دى ځكه امريكا خو افغانستان ته ريښتيا هم نه په القاعده پسې راغلې او نه هم د ترهګرۍ د ټكولو له پاره، ځكه امريكا پخپله په نړۍ كې تر ټولو لويه دولتى ترهګري رهبري كوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x