د ملي وحدت د حکومت مشران حافظه لري؟

سرنوشت ورځپاڼه

عبدالکریم متین د پکتیکا والي وو. د افغانستان د ملي امنیت شورا یې تورنه کړه چې له داعش سره یې مرسته کړې او مخامخ یې دوه لکه ډالره د داعش کورنیو ته لېږلي دي. حکومتي چارواکو غبرګون وښود، کریم متین ګنهګار وګڼل شو، ان ځینو خو پرې د ملي خیانت تورونه ولګول او په کور کښېنول شو. څو میاشتې وروسته اوس ښاغلی کریم د غزني والي ټاکل شوى چې پرون په دغه ولايت کې د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال محمد خان او د سيمه ييزو ارګانونو د سرپرست نادر يما له خوا خلکو ته ور معرفي شو. له همدې سره ویل کیږي چې د غزني پخوانی ښاروال هم بېرته پر خپله دنده ګومارل شوی او د ولسمشر د پخواني حکم خلاف به خپل کار ته دوام ورکوي.

پر متین د ملي خیانت تر بریده تور لګول شوی و. دا چې دا تور رښتیا و او که هسې بې ځایه، معلومول یې زموږ دنده نه ده، خو حکومت معلومه کړه چې هغه پړ و، ملامت یې کړ او له دندې یې لرې کړ. دا کار ولس نه دی کړی، بلکې حکومت کړی. اوس بېرته همغه حکومت ښاغلی متین راولي او د پکتیکا په څنګلوري ولایت غزني کې یې والي کوي. اوس دا څه معنی لري؟ یا خو ښاغلی کریم بې ګناه و او حکومت هغه ته بې ځایه سزا ورکړه او یا خو دا حکومت همداسې کسان به دندو ګوماري چې ان د ملي خیانت تر بریده پورې تورونه پرې لګول شوي وي. حکومتي چارواکي به ښايي فکر کوي چې ولس حافظه نه لري، ولس حافظه لري، خو حکومتي چارواکي یا خو حافظه نه لري او یا په قصدي او شعوري ډول د حکومتولۍ د مسخره کولو هڅه کوي. دا ډول چلند د حکومت مسخره کول دي، د خلکو له حیثیت او احساساتو سره لوبې دي او دا له شرم او سرټیټۍ پرته حکومت ته به هېڅ نه شي ورکولی.

تر دې بده خو یې لا دا ده چې د غزني لپاره څو میاشتې وړاندې نوی ښاروال ټاکلی شوی و او پخوانی ښاروال د بې کفاینۍ او فساد له امله له دندې ګوښه شوی و. نوي ښاروال له ځان سره د ولسمشر فرمان درلود، خو چا دفتر ته پرې نښود. زاړه ښاروال د ولسمشر د حکم خلاف خپل کار ته دوام ورکړ او دا دی چې څو میاشتې وروسته بېرته ښاروال ټاکل شوی دی. هغه بل ښاروال تر پایه پورې دفتر ونه لیده او همداسې فرمان په لاس پاتې شو. دا ټولې کړنې ښيي چې حکومتي چارواکو څومره شرمه ډکې کړنې کوي. دوی رښتیا هم حکومتولي مسخره کوي او په دې سره حکومت یوه مسخره ټولګه ده چې زیان یې خلکو ته اوړي.

دا ټولې ستونزې بیا هم د حکومت له جوړښته سرچینه اخلي. د ملي وحدت په نوم د واک د وېش حکومت دی. په غزني کې بیا هم و‎ېش شوی. معامله وشوه، یو لوري تورن عبدالکریم متین د والي په توګه وړاندې کړ او بل لوري په دې شرط ومانه چې د دوی مفسد او ګوښه شوی ښاروال به خپل کار ته دوام ورکړي. بیا وېش وشو او بیا هم غزنی شرمېدلې واکمنۍ ته پاتې شو. دا حالت د زغم نه دی، د ملي وحدت حکومت مو هر څه خرابوي، حکومتولي مسخره کوي او د دوی په وېش کې موږ له زوال سره مخ کیږي. له همدې امله جدي ګام پورته کول په کار دي. د ملي وحدت له دوه کلنۍ سره باید په قانوني ډول د حکومتولۍ دا ډول تر خاورو لاندې شي او د اساسي قانون پر اساس واکمني باید بېرته را وګرځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د