نظــر

اوښ او کرزی!

زه ډېر کوچنی وم چې په پاکستان کې اوسېدم، هلته د اووم ټولګي زده کوونکی کوم کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سقوط او لنډمهاله حکومت په کار پیل وکړ، له خلکو سره د ژوند کولو نوې هيلې او اميدونه پيدا شول.  خو د وخت په  تېرېده سره د د خلکو دغه امېدونه په کميدو شول او د دولت او چارواکيو پر وړاندې يې خپل باور له لاسه ورکاوو ځکه چې چارواکي په خبرو او عمل کې يوشان نه وو او د خلکو غوښتنو ته ځواب ور نه کړای شو.

نن هر سړی په دې پوهېږي چې د کرزي دولت، رښتنیي نظام نه بلکه یو نړېواله پروژه ده چې د بهرنیانو له خوا د يو شمېر تش په نامه افغانانو په واسطه په افغانستان کې پر مخ بیول کیږي او بهرنیان د خپلو ګټو ساتلو ترڅنګ هغه پلان چې په نړېواله کچه په سیمه کې د پښتنو د منځه وړولو لپاره طرح شوی وو د کرزي او د هغه د پلویانو له خوا په دې ۱۲ کلنه دوره کې پلي شو ، چې په پښتنون ميشتو سيمې کې د اور لمبې بلې وساتلې او ټول هغه يې په کې وسوزول.
خو چې چېرته هم کښېنم ټول دا خبره کوي چې کرزي دویم شاه شجاع دی او ټول ملت ورباندې لعنت وايي. زه نه غواړم چې ډېر بحث ورباندې وکړم ځکه چې اوس یې دوره هسې هم په ختمېدو ده خو ټول پښتانه ترې ډېر ګیله من دي په دې اړه به  یوه کیسه درته ولیکم : وایې چې په تېرو وختونو کې په یوه کلي کې یو سړی اوسېده هغه یو اوښ هم درلود. دې سړي به په خپل اوښ باندې ډېر درانده بارونه وړل، هغه ته به یې وهل او ټکل ورکول او په شپو شپو به يې وږی او تږی ساته.
بالاخره د سړي د ځنکدن وخت را ورسېد سړي خپلو زامنو ته وویل چې لاړ شئ او زما ټول خپل او پردي ملګري را خبر کړئ، زما د ځنکدن وخت دی،  زه غواړم چې له دوي نه بښنه وغواړم ترڅو له دنیا نه په ډاډه زړه لاړ شم.
زامنو یې هم خلک راوغوښتل او سړي له ټولو بښنه وغوښته ، په آخر کې سړي خپل اوښ ته ورغی او ورته یې وویل چې زما د ځنکدن وخت دی ته ما وبښه زه پوهیږم چې په تا مې ډېر ظلمونه کړي، ته مې وهلی او ټکلولی یې، په تا مې دارنده درانده بارونه وړي، هیله ده چې ما وبښې!
اوښ یو ژور حوصیلی اوباسه او ورته یې وویل: هر څه به درته وبښم، ځکه چې ته زما څېښتن یې خو په یوه شي ډېر درنه خفه یم او هغه به هیڅ کله درته ونه بښم او نه یې هم هېرولی شم…!
سړی ډېر خواشنیۍ شو او ویې ویل چې داسې کومه لویه تېروتنه مې کړي چې له نورو ټولو راته تېر شوې او دا نه رابښې؟
اوښ وویل: دا چې هر کار به دې پر ما کاوه په دې نه یم درنه خفه، خو ګیله مې په دې درنه کیږي چې د کاروان پر مهال به دې زما پړی د خره په لکۍ پورې تاړه او هغه به دې راته مخ ته کاوه ……!!!
پښتو کې یو متل چې هوښیار ته اشاره بس ده….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x