
امريکا: د بالون د راپريوتو له امله ۱۶ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه ،زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د امريکا په ټيکساس ايالت کې د يو لوی هوايي بالون د راپريوتو له امله لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.
د امريکا د تکساس ايالت د لوکهارت د سيمې په سټين سيمه کې دغه پيښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې لومړی په پورته شوي بالون کې اور ولګېد او وروسته رانسکور شو.
امریکايي رسنيو د سيمي د عيني شاهدانو له قوله ويلي چې په دغه بالون کې ۱۶ تنه سپاره وو او په بالون کې د اور د لګېدلو څخه وروسته په ځمکه راپريووت او په کې سپاره ټول کسان ووژل شول.
د بالون د غورځېدو سيمې ته مرستندويه ډلې رسېدلي دي خو تر دا مهاله معلومه نه ده چې بالون د کومې ستونزې له امله اور اخيستی او رانسکور شوی دي.
دا بالون د سټين ښار د يوه توريستي شرکت پورې اړه لري چې ګومان کېږي دغه ۱۶ تنه سپاره په کې د سياحت له پاره پورته شوي وو.
د امريکا په تاريخ کې د بالونونو په پيښه کې دغه تر ټولو خونړۍ پيښه بلل شوې ده.