افغانستان

د طالبانو سیاسي دفتر استازو چین ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي چین ته سفر کړی او له چینايي چارواکو سره یې د افغانستان د روان حالاتو په اړه خبرې اترې کړي دي.

طالبانو ته نېږدې سرچېنې وايي چې طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یوه پلاوي د جولايي د ۱۸ څخه تر ۲۲ پورې د چین د حکومت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی و.

طالبانو ته نېږدې سرچېنې وايي چې دوی له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او چین هم یو له هغو هېوادونو څخه دي. دوی زیاتوي چې چینايي چارواکو ته یې د بهرنیو ځواکونو د اشغال او له افغان ولس سره د ظلمونو په اړه معلومات ورکړل.

د طالبانو یوې سرچېنې رویټرز ته ویلي چې طالبانو له چین سره د افغانستان د اشغال او او اشغالګرو قواو په وړاندې د ګډ موقف نېولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

په دغه سفر کې څو نور طالب مشران هم وو خو د هغوی نومونه لا نه دي څرګند شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالب مشرانو چین ته د سفر خبر ورکول کیږي، تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وه چې د طالبانو سیاسي استازي دغه هیواد ته تګ راتګ لري.

په قطر کې طالب مشرانو له نوموړي هیواد څخه جاپان، فرانسې، ناروې، ترکیې، ایران او نورو هیوادونو ته سفرونه کړي او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې یې خپل غږ او داعیه تر دنیاوالو رسولې او هغوی ته یې د خپلې پالیسۍ په اړه ډاډ ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x