شعـــــرونه

معامله: عبدالناصر جهادمل

عبدالناصر جهادمل

راشه دې ستړي زندګۍ نه به یو بل نه تیر شـو
په ټیټو سترګو به تورخم سبا کابل نه تیر شـو

هسې یو بل به د نفرت په غشو ولو سـره
په دې تکتیک به کندهار او بیا زابل نه تیر شـو

ها د اټک کیسې د ټولو له مغزو وتلي
په ننګرهار کي به نن بیا د یو بغل نه تـیر شو

ښکاري چي بیا خاین دا ستره چوکۍ وګټله
چي په تاریخ کي د ببرک او د کارمل نه تیر شو

زه پنجابی شم خو پنجاب مي پښتانه شوه راته
خلګو خبر شئ راځئ نور له دې غوبل نه تیر شو

نن خپل وطن کي د ځانو سره پاسپورټ ګرځوو
مشر مو غل دی راځئ نور به له دې غل نه تیر شو

چي یې حریم د صلیبي غلام په واک کي ورکړ
هم د غني هم عبدالله  ډاکټر ډبل نه تیر شو

جهادمل ساتم دي په وینو تا غلام به نه کړم
دا ناممکنه ده چي ستـا له دې اوربل نه تیر شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x