شعـــــرونه

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

زما په نوم شولې ودان اوس مې له غیږې شړې
دا دې د ژوند کتاب کې ولیکه نادانه اشنا

ټپي بدن باندې مې مالګې راته مه راپاشه
زه به ودان شم خیر که ته یې اوس ودانه اشنا

ها د اټک او د خیبر کیسې بیا وروسته کوو
اوس تر طورخم او تر بولدک یمه هم ورانه اشنا

هیر به مې نشي یو یاداشت مې په زړګي لیکلی
په خپله خاوره زورولم یو ناځوانه اشنا

بس دي داغونه مې همدومره نور نو مه راکوه
دغه یو پور ده بیا به ته هم شې ناتوانه اشنا

خیر دی عاکفه پردی کټ ترنیمو شپو پورې وي
خو زه په خپل کټ کې پردی یمه ارمانه اشنا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x