afghans captured by us army

د تلې ۱۵ د هیواد د تاریخ توره ورځ!

نن ټکی آسیا – سرمقاله: پوره دولس کاله مخکې په ننۍ ورځ امریکايي یرغلګرو دافغانستان په سپڅلې حریم یرغل وکړ.

هغوئ دغه یرغل دنړیوال صلیبي ایتلاف  په ملاتړ ترسره او دامریکې دوخت ولس مشر جورج ډبلیو بوش په ښکاره د دغه یرغل د پیاوړتیا لپاره  د صلیبي جګړې اصطلاح وکاروله .

امریکایانو د دغه وحشیانه یرغل لامل داښود چې له افغانستان څخه د دوئ امنیت ګواښل شوی ؛ او دوئ غواړي دهمدغه یرغل په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې دامریکا امنیت یې ګواښلی.

امریکایانو دا ویلو چې په افغانستان کې حاکم نظام( اسلامي امارت) دامریکا امنیت ګواښونکوته پناه ورکړې، لهذا همدا نظام باید ړنګ او چارواکي یې دامریکا امنیت ګواښونکو ته دپناه ورکولو په جرم محاکمه شي .

امریکایانو د دغو ادعاګانو ترڅنګ یوشمیر نور  غولوونکي شعارونه  هم دخپل یرغل دتوجیه کولو لپاره وړاندي کول ، هغوئ ویل چې  مونږ  له ځان سره  افغانستان او افغانانو ته ترقي ،آبادي او آرامي هم وروړو .

په افغانستان کې به دیموکراسي پلې کړو ، دافغانانو امنیت به تأمین کړو ، هغوئ ته  به کار پیدا  او دهغوئ هیواد به دمخدره توکو له شره وژغورو.

امریکايي چارواکو په دغو تیرایستونکو شعارونو سره هم خپل ولس ، هم خپل ایتلافيان او هم ځیني ساده اوخالي الذهن افغانان دوکه کړل، ؛ځکه د افغانستان له اشغال څخه دامریکایانو اصلي موخه په سیمه کې دامریکا پوځي ، اقتصادي او سیاسي نفوذ ته لاره هوارول، او د دې هیواد له استراتیژیک موقعیت نه په استفادې سره مرکزي او جنوبي آسیا دخپل توسعوي سیاست  تر تاثیر لاندې رواستل   وه.

خو نن ورځ چې له هماغې نیټې څخه پوره دولس کاله تیرشوي  دامریکایانو دوکه بازي او تیر ایستنه ټولو ته  بربنډه شوې ، هغوئ نه داچې په خپل شوم راتګ سره افغانستان ته امن اوسوله راوړه ، بلکې افغانستان او ټوله سیمه یې ورسره نا امنه کړه ، افغانستان او دهغه ګاونډ څه چې خپله امریکا او دهغې  دایتلافیانو هیوادونه  یې هم  ورسره نا أمنه کړل .

 د افغانستان  د ابادي او ترقي په ځای یې  نورهم  دا هیواد کنډواله  او دهغه سیاسي واک یې مافیايي غلو او په اجنبي استخباراتي شبکو پوري تړلیو مفسدینوته وسپارو  داسې بيضمیره مفسدین  چې هغوئ نه دافغانیت حس لري او نه هم داسلام  او وطن پالني روحیه .

مغرورو امریکایانو دانګریزانو او پخوانیو شوریانو دټولو تجربو په شاته غورځولو سره  په افغانستان یرغل وکړ ، خو په افغانستان کې ځمکنیو اقعیتونو  ته په کتلو سره  داسې ښکاري چې  دا  یرغل  امریکایانو ته  له پوځي او اقتصادي پلوه  په هغه بیه تمام شو په کومه  چې تر دوئ له مخه انګریزانو او شورویانوته تمام شوی وه .

انګریزان او پخواني شورویان  بیاهم تر امریکایانو هوښیار ول ، هغوئ چې په افغانستان کې خپله ماتې درک کړه نويي سمدستي افغانستان  تخلیه او دهغه استقلال یې په رسمیت وپیژاند ، خو امریکایان چې نن یې دیوقطبي نشې  مازغه ورفاسد او دښه اوبد توپیریې تري ورک کړی نورهم  لا دافغانستان داشغال په اړه په خپل احمقانه سیاست ټینګار کوي او غواړي په افغانستان کې  له خپلو لاسپوڅو سره دامنیتي تړون  په لاسلیکولو سره  خپل دائمي اشغال ته زمینه مساعده کړي .

خو امریکایان باید داخبره درک کړي  چې افغانان تر هیڅ نامه لاندې هم هیڅ اجنبي ته په خپلې خاورې کې دپاتي کیدو اجازه نه ورکوي ، که امریکایان بیاهم  غواړي دزور او حماقت له لارې  دغه  پلان په  افغانستان کې عملي کړي  نو په دغو دائمي اډوکې پاتي کیدونکې پوځیان به یې له هغه برخلیک سره مخ کیږي له کوم سره چې  مکناټن  دغازي محمد اکبرخان په لاس ورسره مخ شوی  وه ، ان شاء الله .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د