له چینايي چارواکو سره به د طالبانو د سولې خبرې څومره بریالۍ وي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله

له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د چین هیواد د رسمي مقاماتو او د طالبانو د قطر د دفتر د استازیو ترمنځ د مذاکراتو خبرونه ورکول کیږي.

چین هیواد د افغانستان د یوه مهم ګاونډي په حیث کوښښ کوي د افغانستان د سولې په پروسې کې مهم رول ولري.

د ملی یووالي حکومت له جوړیدو سره سم ښاغلي اشرف غني احمد زي خپل لومړنی سفر چین ته پیل کړ او هلته يي له چینايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو سیاسي استازو او د قطر د دفتر غړیو هم څو کرته د افغانستان د سولې په اړه چین ته سفرونه کړي او په دې اړه يي له چینايي مقاماتو سره خبره کړې.

د روان میلادي کال په پیل کې چې د امریکایانو په نوښت د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزه مذاکرات په کابل او اسلام آباد کې پیل شول هم چینايي استازو ورکې ګډون درلود که څه هم چې د یادو څلور اړخیزه مذاکراتو څلورو غونډو د سولې په اړه کومه مثبته لاسته راوړنه نه لرله.

اوس چې د څلور اړخیزه مذاکراتو په تعقیب د طالبانو سیاسي استازي بیا چین ته سفر کوي او د افغانسستان د اړونده موضوعاتو په اړه ورسره تبادل نظر کوي له سیاسي اړخه دا موضوع د اهمیت وړ ده.

له طالبانو سره د سیاسي مذاکراتو موضوع معمولا په داسې وخت کې ډیره مطرح کیږي چې هغوی په پوځي ساحه کې پرمختګ وکړي.

اوس چې طالبانو یو ځل بیا د هیواد په شمال او جنوب کې یوشمیر مهمې سیمې له دولتي ځواکونو څخه لاندې کړې له چینايي مقاماتو سره د هغوي د خبرو موضوع هم په رسنیو کې زوراخیستی.

د طالبانو د پوځي پرمختګونو په اړه د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ (سیګار ) هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د ملي یووالي حکومت چې د ۲۰۱۶ز کال په وروستیو پنځو میاشتو کې هغه پنځه سلنه سیمې چې پخوا یې پرې حاکمیت درلود واك له لاسه ورکړی دی.

سره له دې چې امریکایان او د ملي یوالي حکومت طالبان د سولې په نه کولو تورنوي خو چین ته د طالبانو د سولې د استازیو له ورتګ نه څرګندیږي چې طالبان په داسې حال کې سوله ییزو مذاکراتو ته لیوالتیا ښیي چې امریکایان او د ملي یوالي حکومت استازي په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي او له روسیې او نورو جهتونو څخه افغانستان ته د جنګي الوتکو او پوځي وسائلو د ورکولو غوښتنې کوي.

که څه هم چې طالبانو په رسمي ډول تر اوسه پوري چین ته د خپل پلاوي د لیږلو په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو رسنیو د طالبانو د غیر رسمي استازو په نماینده ګي چین ته د طالب پلاوي د ورتګ پخلی کړی.

وبه لیدل شي چې دا ځل به د چینايي مقاماتو او طالب پلاوي د سولې خبرې د هیواد دسولې لپاره څومره بریالۍ وي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د