
دلوګر پخواني وکیل جنازه د کابل په عیدګاه کې واخیستل شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د لوګر پخوانی وکیل ډاکټر اسد الله همتیار د نامعلومو ولسوالو له لوري په کابل کې تېره ماښام وژل شوی وو.
د امنیتي چارواکو په وینا پيښه تېره شپه «ستانکزی میني» ته نیژدې هغه وخت را منځته شوه کله چې نا معلومو وسلوالو پر نوموړي ډزي وکړي.
د شپږمي ناحیې پولیسو مشر محمد داود پکتیاوال رسنیو ته ویلي چې د نوموړي کلینک ته نیژدې پيښته را منځته شوه.
بل خوا د لوګر د ولایتي شورا وکیل حاجي حبیب الله ستانکزي هم ورته معلومات ورکړی او ویلي چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې ستانکزي مینې ته نیژدې په خپل کلینک کې دننه نوموړی ووژل شو.
اسدالله همتیار د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ وو، د ولسي جرګې په تېره دوره کې د لوګر ولایت د خلکو استازی وو.
د نوموړي جنازه نن د کابل به عیدې ګاه کې واخیستل شوه، او د ملي شورا د وکیلانو په ځانګړې هدیره کې نن ورځ خاورو ته وسپارل شو.
د پيښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستی او ویل کیږي چې نوموړی به د کوم هدفي وژني قرباني ګرځېدلی وي.
د یادوني وړ ده چې تېره ورځ د کابل په کوټه سنګي سیمه کې هم د میقناطیسي بم په واسطه د پارلمان د بشري منابعو د څانګي مشر خلیل الله ووژل شو او څه موده مخکې د پارلمان غړی شیر ولي وردګ هم ووژل شو.