افغانستان

د هزاره‌ګانو روښنايي غورځنګ د ډاکتر عبدالله ټویټر پاڼه هیک کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د «خیالي هیکرانو ډله» په نوم هیکرانو د اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ټویټر پاڼه هیک کړې ده.

د هیکرانو دغه ډلې بېګا شپه (شنبه، زمري ۹مه) د ډاکتر عبدالله ټویټر پاڼې ته ننوتلي، هلته یې یو پوسټ کړی او د هغه په اړه ځېنې معلومات یې رد و بدل کړي دي.

د اجراییه ریاست ویاند هم منلې چې د ډاکتر عبدالله عبدالله ټویټر پاڼه هیک شوې ده.

د اجراییه ریاست د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د تېرې شپې د ۷ بجو راهیسې د ټويټر پاڼه د اجراییه رایست د رسنیز او تخنیکي ټیم له لاسه وتلې ده او د دوی یې هڅه کوي چې پاڼه کنترول او عادي حالت ته یې راوګرځوي.

دغه هیکرانو د ډاکتر عبدالله په ټویټر پاڼه لیکلي چې «زه د سولییزې  غلامۍ پرځای د خطر ازادۍ ته ترجیح ورکوم». پر دې سربېره یې یو انځور خپور کړی او د عبدالله په پاڼه یې خپل د ټویټر ادرس ورکړی دی.

تر دغه ټویټ لاندې د هزاره‌ګانو د روښنايۍ غورځنګ شعارونه هم لیکل شوي وو چې ترې معلومیږي پاڼه د دغه غورځنګ ډلې هیک کړې وه.

یادو هیکرانو په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د «افغانستان حکومت د خیالي هیکرانو ډلې لخوا هیک شو. اجراییه رییس عبدالله عبدالله اوس مې غږ اورې؟»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x