نظــر

راتلونکې ټاکنې: هیلې او اندېښنې

د راتلونکي لمریز کال د وري میاشتې ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي، چې د رسنیو په قول تر نیم زیاتې ټاکنیزې حوزې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي. له یوې خوا د حکومت لړزانده امنیتي حالت او له بلې خوا د نوم‌لیکنې د بهیر له پای ته رسېده سره په نظام کې دننه بې‌ثباته، لنډمهاله، ګټه‌محور ائتلافونه دي چې جوړېږي او ماتېږي. په نظام کې دننه سیاسي نخبګانو (!) د ائتلافونو او نفاقونو داسې مثالونه جوړ کړل، چې اوس ټاکنو ته ودرېدل په ولسي مجلسونو کې تر مسخرې کم نه دي.

د نوم‌لیکنې د بهیر له پای ته رسېدو سره انسان حیران شي، چې اپوزیسیون څوک او حاکمان څوک وو؟! هر نیمه مشهور کس او لږ تر لږه په رسنیو کې مطرح ډلګۍ په دې لټه کې ده، چې له چا سره معامله وکړي، چې په راتلونکي کې يې ګټې خوندي وي. په ائتلافونو کې څو خبرې پاموړ دي: بهرنی ملاتړ، چې طبیعي ده، نړیواله‌ټولنه (امریکا) په کې ټاکونکی رول لري؛ د ټوپک‌سالارانو ملګرتیا، چې دې ځانګړنې د ټکنوکرات او ټوپک‌سالار د بېلتون کرښې ډېرې سره تتې کړې؛ مالي اړخ، چې ډېری د دیارلس‌کلنې ډیموکراسۍ له برکته په سترو پانګوالو بدل شول.

څو خبرو په راتلونکو ټاکنو کې د ولس باور تروړلی:

۱. پراخ بهرنی شتون:

په افغانستان کې چې هر څوک، که هغه سیاسي شناند دی او که عام خلک، د کوم نوماند د بریا او یا ماتې چانسونه شني، نو په سر کې یې د بهرني ملاتړ خبره مطرح کېږي. که څوک بهرنی ملاتړ ولري، د ګټلو چانس یې ډېر څه، چې حتمي باله شي. مګر که د کوم کاندید بهرنۍ اړیکي نه وي، د هغه د بریا وړاندوینه نه شي کېدای. په راتلونکو ټاکنو کې ډېری داسې څېرې دي، چې په ولس کې ځای نه لري، په ولسي ارزښتونو، دود او کلتور یې سر نه دی خلاص. مګر دا بهرنۍ حمایې دي، چې داسې خلک هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته هڅوي. اشرف‌غني احمدزی به پوه وي، خو ولس کې ځای نه لري. د ده د بریا چانس تر ډېره داسې محاسبه کېږي، چې که د بهرنیانو مينه پرې راغله، کېدای شي راتلونکی ولسمشر شي. له بلې خوا د راتلونکو ټاکنو لګښت ګرد پر بهرنیو بسپنو ولاړ دی، چې دا په خپله د ټاکنو پر روڼ‌والي ولس نهیلی کوي. د مصر یې ژوندۍ بېلګه ده. هلته ټاکنې د افغانستان په څېر د امریکا پر بې‌حسابه ډالرو نه وې تکیه؛ خو کله چې ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف اړخ وګټلې، آن کودتا ته یې د ډیموکراسۍ په قاموس کې ځای پید اکړ. کودتا وشوه، مشروع، ولسي او ډیموکراتیک حکومت له ماتې سره مخ شو؛ امریکا هم د کودتايي رژیم ملاتړ وکړ. نو دلته په افغانستان کې هم، امریکا هماغه امریکا ده. دلته خو یې لا حق زیاتېږي، چې نه یوازې د ټاکنو، بلکې د نظام لګښت ته یې اوږه ټینګه کړې ده.

۲. د کړکېچ تر بریده امنیتي ستونزې:

په افغانستان کې اوس امنیتي ستونزې د ستونزو یا خنډونو تر بریده نه دي محدودې، بلکې دلته اوس ناامني پر یو ناورین اوښتې ده. لکه پورته چې یادونه وشوه، سروې‌ګانې ښيي، چې تر نیمايي زیاتې ټاکنیزې حوزې تر ګواښ لاندې دي. دغسې یوه ناامنه چاپېریال کې مګر اجل نیولي د رایې ورکولو شوق وکړي. هغه هم چې د رایې له رول څخه یې هیله ختلې وي. د امنیت ستونزه نه یوازې دا چې د ولس د رایې ورکولو مخه به ونیسي، بلکې ناامني په ټاکنو کې د پراخو لاسوهنو ښه زمینه هم برابروي. د امنیتي ناورین د حل خبره اصلا څوک د بحث وړ نه ګڼي. د امنیتي ناورین حل یوازې د خبرو اترو له لارې شونی دی، چې هغه هم په قطر کې له بن‌بست سره مخ دي. که حاکم نظام د سولې او ټیکاو هیله لرلای، نو تمه وه، چې قطر بهیر تر اوسه پاموړ پرمختګ کړی وای.  

۳. ټوپک‌سالاران:

تر بهرنۍ اغېزې وروسته ښايي دلته د ټوپک‌سالارانو رول ډېر ټاکونکی وي. د کمونیستي او جهادي رژیمونو راپاتې جنګي‌جنایتکاران د امریکا له ملاتړ برخمن نظام په سیوري کې لا ښه وپالل شول، لا یې وده وکړه او لا غوښن شول. نن چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره مطرح کېږي، د ولس لومړنۍ وېره د جنګ‌سالارانو شتون دی. دغو جنګ‌سالارانو چې د امریکايي ځواکونو په پراخ شتون کې بلا دولتي او شخصي ځمکې غصب کړې او ډېر بې‌ګناه خلک یې اختطاف کړل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به امن سیمې د دوی د نامحدوده پاچاهیو قلمرو ګڼل کېږي. آن دا اوس په کابل کې هر ټوپک‌وال خپل خپل قلمرو لري، چې هلته تر هرچا ړومبی د دوی حکم چلېږي. کله چې په پلازمېنه کې جنګ‌سالارانو راج چلېږي، نو د بدخشان او نیمروز لرې پرتې سیمې خو هسې هم د همدوی دي، د ټاکنو صندوقونه خو په بشپړ ډول د دوی په واک کې دي.

۴. په ولس کې د انتخاب کمزوري:

په ټاکنو کې بله پاموړ ستونزه، چې یو شمېر روڼ‌اندي يې د افغانستان په څېر یوه هېواد کې پر ټاکنو بدګومانه کړي دي، دا ده چې د ولس سیاسي او فرهنګي کچه دومره لوړه نه ده، چې په موجه دلایلو سره دې یو چاته رایه ورکړي او بل دې ردکړي. دغه محدود شمېر رایه ورکوونکي د قومي، سمتي، مذهبي، مالي او نورو تمایلاتو په نتیجه کې مشخص نوماند ته خپله رایه ورکوي. همدا لامل دی، چې دلته په افغانستان کې آن هغه نوماندان چې د ښو تګلارو جوړولو وړتیا هم لري، همداسې بې تګلارې د ټاکنو ډګر ته راوتي دي؛ ځکه دوی پوهېږي، چې په دې هېواد کې تګلاره نه څوک مطالعه کوي او نه پر پوهېږي. په افغانستان کې آن په دې حاکمو شرایطو کې یو نوماند کولای شي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې د ولس‌غولونې په موخه د قرآن‌کریم آیتونه تلاوت کړي او د اسلامي حکومت ژمنه وکړي او ولس هم پرې باور وکړي. ولس کې دغه ظرفیت نه شته، چې د نوماند کردار له ګفتار سره پرتله کړي، چې یوه سرسري پرتله یې هر څه بربنډولای شي.  

۵. غیرمتجانس ائتلافونه:

د ټاکنو لپاره د نوماندو‌ د نوم‌لیکنې بهیر له پای ته رسېدو سره، ولس د داسې غیرمتجانسو ترکیبونو او ائتلافونو شاهد وو، چې نور نو په دې سیاسي ډګر کې هېڅ سیاسي شخصیت ته د سرې کرښې یا وروستۍ خبرې څه پاتې نشول. دغه نوماندان او مرستیالان يې چې نن د یو او بل تر څنګ ولاړ دي، پرون یې پر یوه او بل نیوکې کولې، یو بل يې پر بې‌کفایتۍ او ناپوهۍ تورنول؛ خو نن واک ته د رسېدو لپاره هر څه هېر شول. وروستیو ائتلافونو څرګنده کړه، چې په افغانستان کې نه مذهبي لیډر وروستۍ خبره لري، نه ټوپک‌سالار او نه هم ټکنوکرات. دلته ټکنوکرات په معامله او سیاسي ائتلاف جوړولو کې تر هر چا ماهر دی او تر هر چا ښه پر خپلو خبر پښه ږدي. دا ښايي نړیوالو ته هم ډېره په زړه پورې وي، چې یو پېژندل شوی ټکنوکرات او مفکر(!) کړای شوی دې له یوه ټوپک‌سالار او جنګي مجرم سره ائتلاف وکړي، تر څو واک ته ورسېږي. دلته د حکومت سرسخته مخالف او ناقد، د همدې رژیم د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال کېږي.

۶. قومي تربګنۍ پارول:

روانو کمپاینونونو د افغانستان ملي یووالي ته یوه بله ضربه دا ورسوله، چې په نوماندو کې د قومونو حتمي‌توب په واحد ولس کې د قومیتونو کرښې لا پسې څرګندې کړې. دا ترکیبونه، چې رئیس پښتون، لومړی مرستیال تاجک او دویم هزاره او یا رئیس تاجک، لومړی مرستیال پښتون او دویم هزاره او دې ته ورته ډول ډول نور ترکیبونه نه د ډیموکراسي له اصولو سره برابر دي او نه د ملي یووالي له شیرازې سره. دغه وړ ترکیبونه داسې برېښي، چې پټې استخباراتي کړئ لګیا دي، د ولس ترمنځ د قومیتونو کرښې راکاږي او د سبا لپاره یو بل ته غاښونه تېره کوي. په امریکا کې یو تورپوستی ولسمشر کېږي، په نورو هېوادونو کې هم ولسمشران له لږه‌کیو کېدای شي، ولې په افغانستان کې بل قوم نه شي کېدای؟! حال دا چې زموږ ماضي او حال دواړه ښيي، چې په دې ولس کې بلا پښتانه تاجک رهبر پسې شوي او زیات شمېر تاجکانو پښتون لیډر ځان ته غوره کړی. دلته کله هم دا خبرې مطرح نه وې.

دا پورته ستونزې د ټاکنو په لار کې محدود او ډېر بربنډ خنډونه وو، چې د یوې برسېرنې کتنې په پایله کې دانسان پام ورڅکولای شي. که په دې اړه پراخه او هراړخیزه څېړنه وشي، بې‌شمېره ستونزې به راولاړې شي. د دغسې ستونزو په شپول کې چاپېرې ټاکنې به د چا باور ترلاسه کړای شي او د افغانستان کومه بنسټیزه ستونزه له لرې کړای شي؟!

لیکوال: ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x