تور چای مو له ګرمۍ څخه ژغوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۱۰مه ۱۳۹۵ل): په انګلینډ کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړې چې په ګرمیو کې د تور چای څښل انسان له ګرمۍ څخه ژغوري.

په لوف برګ پوهنتون کې ترسره شوې دغې څیړنې پر بنسټ یو ګیلاس تور چای د بدن تودوخې ټبټولو سره انسان له سختې ګرمۍ څخه ژغوري.

د دغې څیړنې پر بنسټ په اصل کې ګرم مشروبات څښل په بدن کې د خولې جریان ګړندی کولو سره د بدن تودوخه ټیټوي.

په څیړنې کې ویل شوی خوله او د خولې بخارات له بدن سره خارجیدو سره د بدن د تودوخې درجې کې بدلون راولي او د بدن د تودوخې توازن په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

څیړوونکي وايي چې د ګرمو مشروباتو څښل د تودوخې درجې بوج زیاتوي چې په پایله کې انسان ډیره زیاته خوله کوي او د بدن دنننۍ تودوخه ټیټوي.

په دې څیړنې کې همداراز ویل شوی چې ساړه مشروبات یا د واورې استعمال په اصل کې د بدن د تودوخې درجه لوړوي. د څیړوونکو په وینا واوره د خوله اندازه کموي چې په پایله کې د بدن د تودوخې درجه لوړیږي.

هیره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې ډچ روغتیايي مرکز په خپلو وړاندیزونو کې ویلی و چې د تیرو لسو کلونو ساینسي څیړنو ته په کتنې سره څرګنده شوې چې چای د انسان روغتیا لپاره بې سارې ګټې لري.

د دغې روغتیايي مرکز د وړاندیزونو پر بنسټ په ورځنی ډول پنځه ګیلاسه تور چای څښل انسان د وینې فشار، شکر او فلج په څیر مهلکو ناروغیو څخه ژغوري.

په دغو وړاندیزونو کې ویل شوی چې چای باید له شیدو پرته استعمال شي او شین چای هم ډیرې روغتیايي ګټې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د