fbpx
د ټوپکو تر شپېليو لاندې ناست کسان د دوستم ملېشو د طالبانو په نوم نیولي

ملګري ملتونه: د دوستم ملیشو پر پښتنو ظلم کړی، باید پرې بندیز ولګول شي

dostum

د پښتنو پر ضد په جنګي جرایمو تورن، د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال: جنرال دوستم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو اړوند د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ملیشو اړوند ویلي چې دغه ملیشې د بشري حقوق درناوی نه کوي او په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د جګړې په نامه یې ولسي وګړي وژلي، ټپیان کړي او د خپلو سیمو څخه یې هجرت ته اړ کړي دي.

دغه سازمان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې باید د لومړي مرستیال جنرال دوستم پر ملیشو بندیز ولګوي او په قتلونو تورن کسان محاکمه کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له لوري نشر شوې، ویل شوي چې د جنبش ملي ملیشه د جنرال دوستم اړوند ملیشه ده، کوم چې خپله هم په ډیرو جنګي جرمونو او قتلونو تورن دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د روان کال د جون میاشتي په وروستیو ورځو کې د دوستم ملیشو په فاریاب کې عملیات وکړل چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي مړه او ۳۲ نور ټپیان شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې «یوناما» ویلي چې د جون میاشتي پر ۲۶ نیټه د افغانستان ملي اردو او دوستم ملیشو په فاریاب کې عملیات وکړل، کله چې طالبان د دولت اباد د څلورو کلیو څخه ووتل، د دوستم ملیشې هلته ورغللې او د طالبانو څخه د ملاتړ په تور یې پر ولسي وګړو ظلمونه وکړل او هلته یې بې ګناه انسانان ووژل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو ضد دغه جرمونو کې که څه هم د ملي اردو عسکرو ګډون نه درلود خو د هغوی تر څارنې لاندې دغه ناوړه اعمال تر سره شوي.

دوستم په ۲۰۱۴ز کال په سپتمبر میاشت کې د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه لوړه وکړه، په ۲۰۱۵ کې نوموړي د طالبانو سره د جګړې په نامه خپله ملیشه بیا فعاله کړه او په فاریاب، سرپل او جوزجان کې د طالبانو پر وړاندې یې عملیات پيل کړل.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې دوی هغه کلیو ته ورغلل چیري چې د دوستم ملیشو تازه عملیات کړي او په روانه جولايي میاشت کې د دولت اباد ولسوالۍ د کلیوالو سره مرکې وکړې چې د هغو څخه د حشمت په نامه یوه کلیوال ورته داسې وویل:

«شاوخوا اته بجې سهار، زه په خپل کور کې وم چې د جنبش ملیشې ۲۰۰ رینجر موټر زمونږ کلي ته راغلل، د افغان ملي اردو عسکر د دوی سره نه وه ورسره، دوی سره کلاشنکوفونه او نوري وسلې وي، مونږ ته یې په چیغو ویل: «تاسو طالبان یاست!»، هر څوک چې به له کوره راوتل پر هغو یې ډزي کولې».

فارياب؛ د دوستم د ملېشو له لوري سوځول شوي کورونه

فارياب؛ د دوستم د ملېشو له لوري سوځول شوي کورونه

د ثریا په نامه پنځوس کلني میرمني وویل: «زه یې د ماشین په کنداغونو پر ملا ملا وهلم، او راته ویل یې: « تاسو پښتانه یاست، تاسو هیڅ هم نه شی ویلای، تاسو هیڅ حقوق نه لرئ».

د ثریا زوی «رسول» چې دیرش کاله عمر لري، وویل: «دوی له تیرو اتو میاشتو څخه هر وخت راځي، خلک ویروي، او د هغوی څخه په زوره پیسی او خوراک غواړي».

ځیني کلیوالو ویلي کله چې به د جنبش ملیشو پر دوی باندی ظلمونه کول او په کلي به را ننوتل، د ملي اردو ځواکونه به خواکي ولاړ وه او هیڅ به یې نه ویل.

د بشري حقوقو د څار سازمان په خپل خبرپاڼه کې لیکلي چې په همدې کلیو او سیمو کې د جنبش ملیشو په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو د ماتې وروسته هم د پښتنو پر ضد پراخ جرمونه تر سره کړي، چې بیا کله هم د هغو ملیشو او قومندانو پر ضد یې اقدامات نه دي شوي.dostam-shamal2

سرچینه زیاتوي چې د جګړې د قانون سره سم، کوم چې د افغانستان پر شخړي هم تطبیقیږي، د افغانستان حکومت باید د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه څیړني وکړي او مسؤولین یې محاکمه کړي.

هغه قومندانان او مسؤولین چې په جنګي جرمونو خبر وي او یا دوی باید د خپلو ماتحتو په جنګي جرمونو خبر اوسي خو بیا هم کوم اجراءات نه تر سره کوي، د مشرتوب له امله دوی هم په جنګي جرمونو کې مسؤولین بلل کیدای شي.

د دغه سازمان یوې څیړونکي ګوسمان ویلي : « د جنبش غوندي ملیشې باید ډیر مخکې له منځه وړل شوي وای». خو ځکه چې دغه ملیشې یو قوي ملاتړ او مشر لري، نو د هر نوعه قانوني اجراءاتو څخه خوندي خپل جنګي جرمونو ته ادامه ورکوي.

ګوسمان ویلي: ولسمشر غني باید خپل هغه وعدې عملي کړي چې د غیر قانوني ملیشو د خلع سلاح کولو په اړه یې کړي وي او دا هم باید جدي عملي کړي چې دغه ډول ملیشې به د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هیڅ رول نه لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول متاسفانه د دښمنو ملتونو (اشغالګرانو) دی، او د دوستم په ټولو جنایاتو کې شریک او یو شان ته مسوولیت لري.

همدارنګه زمونږ هغو وګړو ته هم شرم او څو دقیقې سرټیټی پکار دی چې د سیمې او نړی په کچه د دوستم تر ټولو مهم حامي او پالونکی اردوغان د خپل کورکورانه پوچو فکرونو الګو/نورچشم ګڼي!