
امريکا : ټيکساس کې د بريدونو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ټيکساس ايالت په اسټين ښار کې د دوو بريدونو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پېښه سهار مهال شاوخوا ۳ بجې شوې .
د ټيکساس ايالت پوليسو پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي : په سيمه کې د دوو بريدونو له امله يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ټپيان دي.
د پيښي له ځايه په اخيستل شويو انځورونو کې د بريدګر جسد د رسټورانټ مخي ته پروت ښکاري او شاوخوا يې پوليس ليدل کيږي.
د بريد مسؤليت تر اوسه چا نه دی منلی.
د امريکا د ټيکساس ايالت پوليس وايي اوس سيمه د دوی تر واک لاندي ده.
پوليسو له خلګو غوښتنه کړې چې بايد د پيښي له ځايه ليري و اوسئ!