نظــر

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي« شپږمه برخه»

 سیف الرحمن رحماني

د غربي سیکولریسټي ډیمکراسۍ اصول او مقاصد
د لویدیځې سیکولري لبرل کپیټالیسټي ډیمکراسۍ اصول په لاندي ډول دي

۱ــــ د بیان ازادي: په دې معنا چي هر څوک حق لري انتقاد وکړي، مظاهرې وکړي، غونډې وکړي او ازادې لیکنې وکړي، که نن دا اصل د افغانستان د روانو حالاتو په لمن کي وڅارل شي انتقاد ته یوازي د دین پر ضد اجازه ورکول کیږي، مظاهرې د دیني قوانینو د پلي کولو پر ضد پلانیږي او تطبیق کیږي، غونډې پر اسلامي مقدساتو د لفظي او عملي بریدونو لپاره دایریږي او ازادې لیکنې همیشه د اسلام د مقدس دین د توهین د الفاظو څخه ډکې او شتمني وي.

۲ـــــ د دین ازادي: په دې معنا چي هر څوک حق لري، هره عقیده، مذهب او دین غوره کوي ازاد دي، هیڅوک حق نه لري ، چي په زور، يا کومه حیله او ګواښ یې د مشخص دین قبلولو ته اړ باسي او یا د کوم دین پر فعالیت کولو باندي بندیز ولګوي پر دعوتي پرو ګرامونو یې بندیز ولګوي یا پر کوم دین باندي بندیز ولګوي او پلویان یې د هغوي له دیني عباداتو او شعایرو څخه منعه کړي.

۳ـــــ قانون مساوات: ټول انسانان د قانون په وړاندې په مجازات او مکافات کي سره برابر دي ان تر دې چي د ډیمکراسۍ د نظام واکمنان هم، هیڅوک هم د قانون په وړاندې استثنایي حیثیت نه لري او نه څوک له دغه حق څخه محرمولی شي.

۴ـــــ د سیاسي ازادۍ حق: په دې معنا چي یو ملت حق لري په خپل هیواد کې د خپلي خوښي حکومت جوړ کړي، هیڅوک حق نه لري چي د ملت د عوامو د خوښې پر خلاف حکومت او رژیم پرې وتپي او د برچې په زور یې ورته تابع کړي او اکثریت د خپل سیاسي نظام له غوره کولو څخه محروم کړي او استبدادي نظام پرې حاکم و ګرځوي .

۵ـــ د فردي مالکیت په مطلق ډول ازادي: په دې معنا چي د ډیمکراسۍ له نظام څخه لاندي د ملت هر وګړی نارینه وي او که ښځینه د فردي مالکیت حق لري او دغه حق یې غیر محدود دی. یعنې هر څوک حق لري، له هرې لارې وي دولت وګټي او خپله خوښه یې ده، چي خپل ګټي دولت زیرمه کوي او که یې په هر شي او هره لار یې مصرفوي. هیڅوک حق نه لري، چي ورڅخه منعه یې کړي او د هر فرد په ګټلي دولت کي د حقوقو په نوم هیڅوک هم سهم نه لري .

په اسلامي نړۍ کي د ډیمکراسۍ نظام جوړول په حقیقت کي د اسلامي نظام او اسلامي قانون پر ضد جګړه کول دي، د اسلامي هیوادونه هغه مشران چي اسلامي نظام یې تر کفري ډیمکراسي نظام زار او قربان کړ، هغوي اصلاً د سپینو جامو په واسطه د مسلمانو افرادو څخه ځانونه پټ او غلي کړي دي هغوي د دې لاري غواړي غربي اهداف وګټي، هم نسلونه د یو غربي پلان له مخي رهبري کړي .

هغه ولسونه چي د ډیمکراسۍ لمبو یې اذهان سوځلي دي نن د اسلام پر ضد د جګړې په لومړیو کرښو کي ولاړ دي، د مساجدو، مدارسو او اسلامي مراکزو د ورانولو کلک هوډونه یې د پلان اهمه برخه ګرځولې ده، د ډیمکراسۍ لمن یواځي د عوامو پر فکرونو نه بلکي د تش په نامه علماؤ پر فکرونو هم غوړېدلې ده، چي د ډیمکراسۍ اکثره مبلغین هم دوی دي.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x